طالبانو د افغانستان شتمنۍ خوشي کېدو په هکله د امریکا کانګرېس غړو د غوښتنې هرکلی کړی

Amir Khan Muttaqi

د عکس سرچینه، Getty Images

طالبانو د ولسمشر جو بايدن له ادارې د کانګرېس د يو شمېر غړو د هغې غوښتنې هرکلى کړى چې ويلي یې دي، د افغانستان شتمنۍ دې له کنګل حالته وايستل شي.

د امریکا کانګرېس نهو تنو غړو داغوښتنه د امریکا ماليې وزارت ته په استول شوي يوۀ ليک کې کړې ده.

بل لور د طالبانو د حکومت د بهرينو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپله ټويټر پاڼې ليکلي، چې طالبان امريکا کې له افغانستان سره د مثبت تعامل په اړه د کانګرېس د يو شمېر غړو او د نورو لوريو د غږ پورته کولو هر کلى کوي او د نړۍ په کچه د داسې غږونو د لا پراخېدو غوښتونکي دي.

ده زياته کړې:

''د افغانستان د شتمنيو کنګلېدل او په بانکي سیسټم کي ستونزي د بشري ناورین لامل ګرځي. ''

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

د یادونې ده چې تېره اونۍ امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ورسپارنې په تړاو د طالبانو غوښتنه بیا رد کړه.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره مرکه کې پر امریکا بیا غږ وکړ، چې کابو لس میلیارده ډالر افغان شتمني ور پرېږدي.

خو د ښاغلي متقي له دې څرګندونو وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په دې هکله خبریالانو ته وویل، ''دا یو پېچلی بهیر دی او امریکا به له غور سره ګام پورته کوي. ''

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان میلیاردونه ډالره دولتي شتمنۍ د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا کنګل شوې او له افغانستان سره د نړیوالو مالي ادارو مرستې په ټپه درېدلې دي.

اوس نړیواله ټولنه داسې وېره څرګندوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانستان کې بیوزلي او په ځانګړي ډول لوږه ډېره شي. بل لور د امریکايي بندیزونو له کبله افغانستان ته د نغدو پيسو لېږدولو او کارولو لړ کې ستونزې هم پر ځای پاتې دي.