د امریکا مالیې وزارت افغانستان سره بشري مرستو لپاره نوي جوازلیکونه صادر کړل
د امریکا د مالیې (خزانې) وزارت د بهرنیو شتمنو ریاست اعلان کړی دی چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره یې درې نور جوازلیکونه هم صادر کړي دي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، د دې لایسنسونو ترڅنګ یې افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره اړینې لارښونې هم خپرې کړې دي.
په اعلامیه کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال والي اډېیامو له قوله راغلي: "له بده مرغه د افغانستان اقتصاد له سختو ننګونو سره مخ دی. لامل یې پر بهرنیو مرستو تکیه، د طالبانو له راتګ وروسته د خصوصي سکتور بندېدل او د مرستو کمېدل، وچکالي او د کورونا وبا دي".
نوموړي ویلي، د امریکا مالیې وزارت خیریه ټولنو، نړیوالو ادارو او د امریکا حکومت ته پراخه اجازه ورکړې ده چې اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.
د دې نویو جوازلیکونو له مخې د امریکا حکومت ته اجازه ورکړل شوې ده چې داسې مالي راکړې ورکړې یا فعالیت وکړي چې طالبان یا حقاني شبکه پکې ښکېله وي.
اعلامیه کې راغلي چې د دې کار لپاره ځینې شرطونه باید پر ځای شي، خو وضاحت نه دی شوی چې دا شرطونه څه دي.
همدا راز نړیوالو مرستندویه اداره ته هم اجازه ورکړل شوې چې د مرستو رسولو لپاره، او د خاصو شرطونو په پوره کولو، له طالبانو یا حقاني شبکې سره مالي معامله یا فعالیت کولی شي.
د امریکا مالیې وزارت وایي، غیر دولتي ادارې کولی شي چې د لومړنیو بشري مرستو رسولو، د قانوي برلاسۍ ملاتړ، د حکومتي احتساب او روڼوالي، بشري حقونو، مالوماتو ته د لاسرسي، د مدني ټولنې ملاتړ، معارف، د افغان ولس د خیر ښېګڼې لپاره د پراختیایي پروژو او د چاپېریال ساتنې برخو کې له طالبانو او حقاني شبکې سره مالي معامله کولی شي.
د امریکا حکومت وایي، دا نوي جوازلیکونه یا لایسنسونه د دې اجازه نه ورکوي چې طالبانو یا حقاني شبکې ته مخامخ پیسې ورکړل شي، خو د وارداتي مالیې، له طالبانو د جوازلیکونو اخیستو فیس او یا د مرستو رسولو چاره کې ښکېلو کسانو ته د معاش ورکولو اجازه ورکړل شوې.
امریکایي چارواکي وایي، د دې جوازلیکونو صادرولو سره به د هغه قرارداد پلي کولو کې هم مرسته وشي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان ته د مرستیو رسولو لپاره د چارشنبې پر ورځ تصویب کړ.
په دې قرارداد کې افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره د امریکا وړاندې شوې طرحه ومنل شوه، خو له ملګرو ملتونو تضمین غوښتل شوی چې مرستې به اړمنو کسانو سره کېږي، او طالبانو ته به نه رسېږي.