اندونیزیا په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي، طالبانو یې هرکلی کړی

اندونیزیا

طالبانو د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې وایي ښایي ډېر ‌ژر په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.

رپوټونو کې د چارواکو له خولې راغلي چې د سفارت د پرانستلو موخه طالبانو سره د یوه مثبت او رغوونکي تعامل لرل دي خو وايي دا چاره د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندو په مانا نه ده.

اندیونیزیايي چارواکي په افغانستان کې د خپل دیپلومایتک د بیا او چټک پیلولو په اړه دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې تراوسه پورې د طالبانو حکومت د نړۍ د یوه هېواد لخوا هم په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل د اندونیزیا او نورو هېوادونو لخوا په افغانستان کې د دیپلومایتکو ماموریتونو پیلول د دواړو لورو په ګټه کار دی او دوی یې هرکلی کوي.

د نوموړي په وینا له دې سره به د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي او د نورو ګامونو لپاره خوشبیني رامنځ ته کولای شي.

د طالبانو ویاند ډاډ ورکړ چې د بهرنیو سفارتونو امنیت خوندي کول د دوی دنده ده.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي عبدالقادر جیلاني ویلي په لومړي ګام کې به دوی له طالبانو سره په بشري او د تعلیمي بورسونو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي جیلاني ویلي اندونیزیا به له طالبانو سره د هغوی د هغو ژمنو په ترسره کولو کې مرسته کوي چې د ټولشموله حکومت د جوړولو، د ښځو د حقونو او ترهګرۍ پرضد یې د مبارزې په برخه کې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد
د عکس تشریح، ښاغلي مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې د بهرنیو سفارتونو د امنیت ډاډ ورکړ او د اندونیزیا د سفارت د بیا پرانستل کېدو هرکلی یې وکړ.

تر اندونیزیا مخکې سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت قونسلي څانګه فعاله کړه.

دغه راز د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ویلي چې اروپايي هېوادونه پر دې غور کوي چې ډېر ژر په کابل کې خپل ګډ دیپلومایتک ماموریت پیل کړي خو په وینا یې دا کار به د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندول په مانا نه وي.

د یادونې ده چې کابل ته د طالبانو له ورتګ وروسته له روسیې، چین او پاکستان پرته نورو ټولو هېوادونو خپل سفیران له افغانستانه وایستل او سفارتي فعالیتونه یې وځنډول.