ایران بهرنیو چارو وزارت: تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلو پړاو ته نه یو رسېدلي

.

د عکس سرچینه، @SKhatibzadeh

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، اوسمهال په رسمیت د طالبانو پېژندلو پړاو ته نه دی رسېدلی. د ايران دولتي خبري اژانس ارنا خبري شبکې په رپوټ کې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده له قوله ویل شوي، طالبان باید پر داسې لور اقدامات وکړي چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

ښاغلي خطیب زاده په اونیزه غونډه کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، "هغه څه چې په افغانستان کې پرې ایران او نور ګاونډي هېوادونه تر ټولو ډېر ټینګار کوي، د یوه ټولګډوني حکومت رامنځته کېدل دي، چې د افغانستان ټول قومونه او ولس په کې شامل وي".

ښاغلی خطیب زاده وايي، هېواد یې خپل ټول وس کړی چې له افغانانو سره مرستې وکړي. له دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان له طلوع نیوز خصوصي ټلویزیوني شبکې سره مرکه کې وویل، په افغانستان کې اوسنی حکومت ټولګډونه نه دی او حکومت یې له اوسني چوکاټ سره د دې (طالبانو حکومت) منلو ته چمتو نه دی.

نوموړي وویل، "که یوه ډله راځي، او د یوه قوم اړوند وي، او ټول قومونه په حکومت کې ګډون و نه لري، موږ دا نه منو".

نوموړي ادعا وکړه، چې که ایران د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنی، روسیه، چین، د مرکزي اسیا یو شمېر هېوادونه او ځینې عرب هېوادونه به هم دا حکومت په رسمیت وپېژني.

د یادونې ده، چې له دې دوې ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو موضوع له 'وخته مخکې ' خبره ده.

ښاغلي لاوروف له تاس خبري اژانس سره یوه مرکه کې وویل، روسیه به د دې موضوع سره په تړاو له نړیوالې ټولنې سره په شریکه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه د طالبانو لېرې کولو پر لور تدریجي پرمختګ وکړي، ''چې په رسمیت د افغانستان نوي حکومت پېژندلو ته زمینه برابره شي. ''

په ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، که طالبان غواړي چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، باید تګلاره کې اصلاحات راولي. ښاغلي بلېنکن دغه راز وویل، هېواد یې پر داسې لارو چارو غور کوي، چې افغانستان ته نغدې پېسې له داسې لارو واستول چې شي، چې طالبان ترې ګټه پورته نشي کړئ.