خلیلزاد: که طالبان سوله ونه کړي موږ له جمهوریت غوښتونکو افغانانو سره درېږو

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي که طالبان سوله ونه کړي، نو امریکا به له جمهوریت غوښتونکو افغانانو سره ودرېږي.

نوموړي د جمعې په ورځ ناوخته په یولړ ټویټونو کې ویلي، " که طالبان د راتلونکې اجماع او جوړجاړي پر بنسټ سوله غوره نه کړي، نو موږ به له هغو افغانانو سره ودرېږو چې د جمهوریت د ساتلو لپاره هڅې کوي. د جمهوریت سیاسي یووالی اړین دی".

زلمی خلیلزاد وايي، په سوله کې نړیواله اجماع په ټپه نه درېږي. نوي پړاو ته ددغه هېواد په ورننوتلو سره به نړیوال هم د افغانستان ثابت ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړی په یوه بل ټویټ کې وايي، د افغان شخړې د هر اړخ مشران باید له دې فرصته ګټه واخلي او د ۴۰ کلنې جګړې د ختمولو لپاره د سیاسي حل لپاره خبرې وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا دغه مرکچي مشر دا هم ویلي چې په تاشکند، دوحه، کابل او دوشنبه کې د خبرو په تعقیب د افغانستان د سولې په تړاو پر سیمه ییزې اجماع د تمرکز رامنځ ته کېدو له لارې په برلین کې د امریکا- اروپايي ټولنې ناستې هم د افغان سولې پر اړتیا ټینګار وکړ.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

خلیلزاد پر داسې مهال پر طالبانو د سولې غږ کوي چې افغانستان کې جګړې له تېرې یوې اونۍ راهیسې زور اخیستی.

بغلان کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ جګړه روانه ده، چې ددفاع وزارت په وینا هلته یې تازه دمي ځواکونه رسېدلي او د طالبانو ‌پرضد یې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي.

بله خوا، غزني او هلمند کې هم د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

زلمي خلیلزاد داسې مهال دا ټویټونه کړي، چې په دوحه کې د طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهویت د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د سولې په تړاو مذاکرات درېدلي دي.

په پام کې وه چې په تېره اپرېل میاشت کې د ترکیې په کوربه توب د افغان سولې لپاره د استانبول کنفرانس جوړ شي، چې تر نامالومې نېټې وځنډول شو.

طالبان: څو ګوندیز ایتلافي حکومتونو نتیجه نه ده ورکړې

طالبان وايي، په قطر کې د دوی پلاوي تېره شپه د امریکا، اورپايي اتحادیې، جرمني، برتانیې، ناروې، فرانسې، ایټالیې، او ملګرو ملتونو ځانګړو استازو او سفیرانو په یوې غونډه کې د انلاین کانفرانس له لارې خبرې وکړې.

طالبانو ویلي پلاوي یې یادې ناستې ته خبرې د سولې بهیر په تړاو خبرې وکړې او د مذاکراتي ټیم مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي وویل، "اسلامي امارت په راتلونکې مرحله کې ټولو بهرنیو دیپلوماټانو، ژورنالیستانو، بشري برخه کې د موسسو کارکوونکو ته اطمینان ورکوي چې ددوی امنیت به خوندي کوي. دوی دې هیڅ تشویش نه کوي."

طالبان زیاتوي، د افغان لانجې د ختمولو لپاره یوه قوي اسلامي نظام ته اړتیا ده او "په تاریخي لحاظ په افغانستان او نړۍ کې څو ګوندیزو ایتلافي حکومتونو نتیجه نه ده ورکړې، له دې وروسته هم نتیجه نه ورکوي".

شیر محمد عباس ستانکزي دا هم ویلي، طالبان دې ته ژمن دي چې د افغانستان خاوره داسې خوندي کړي چې ګاونډیانو او نورو هېوادونو ته به ستونزه جوړه نه شي او "همدا توقع موږ له ګاونډیانو او نړیوالو څخه هم لرو".

نوموړی وايي، د افغانسان راتلونکي نظام کې به د بیان ازادۍ له حقونو برخمن وي.

د ښځو په تړاو ښاغلي ستانکزي ویلي، خپلو ټولو خویندو ته ډاډ ورکوي چې ټول هغه حقونه به یې تضمینېږي چې اسلام او افغاني عنعناتو ورکړي دي. "په دې اړه دې زموږ خویندې او میندې او نړیوال تشویش نه کوي".