جنرال باجوه کابل کې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره کتلي

غني

د عکس سرچینه، ARG

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نن دوشنبه (۱۰ مې) کابل ته تللی او هلته یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره جلا کتنې درلودې. دواړو خواو د شریکو ګټو او د امنیت او دفاع برخه کې د لا ډېرې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

له ولسمشر غني سره د جنرال باجوه د کتنې پر مهال د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (ای اېس ای) مشر جنرال فیض حامد او د بریتانیا د وسلوالو ځواکونو قومندان جنرال نېکولس کارټر هم موجود وو.

په دې تړاو د ارګ په اعلامیه کې راغلي: "جمهوررئیس غني په ټینګار وویل، د سولې په ټینګښت کې د سیمه ییزو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هېواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هېوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري".

جنرال باجوه داسې مهال کابل ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې افغان چارواکو یو ځل بیا پر پاکستان نیوکې ډېرې کړې او دا هېواد یې د طالبانو په ملاتړ تورن کړی.

خو د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د داسې سولې ملاتړ کوي چې ټولو ښکېلو خواو پرې اجماع کړې وي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله ویلي، له جنرال باجوه سره یې خپله کتنه کې نوموړي ته ویلي چې "طالبانو د سولې په برخه کې په لاس راغلي فرصت څخه ښه ګټه پورته نکړه".

ښاغلي عبدالله پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "که طالبان د جګړې د لارې د تحمیل فکر لري، دا د جګړې د اوږدېدو او د دوی پر وړاندې د افغانانو د درېدو په معنا ده، چې نظامي حل لاره افغانانو ته د عملي کېدو او منلو وړ نه ده".

پاکستان ته د ولسمشر غني سپارښتنه

غني

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اپرېل میاشت کې کندهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو،‌ پاکستان له افغانستان سره په اړیکو کې دوه غوراوي لري، یا به د ګټلو سیاست غوره کوي، یا به د بایلو سیاست انتخابوي.

د نوموړي په خبره، د ګټلو سیاست دا دی چې پاکستان د افغانستان اسلامي جمهوریت او ولس سره د دوستۍ تړون وکړي. نوموړي همدا راز له پاکستان غوښتنه کړې وه چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د پاکستان د پوځ مشر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی.

په دې لړ کې په بغلان، هلمند،‌ کندهار،‌ هرات،‌ غزني او ځینو نورو ولایتونو کې سختې نښتې شوې دي.

په دې ترڅ کې طالبانو د ځینو ولسوالیو د نیولو خبره کړې او افغان حکومت بیا ویلي چې ګڼو ولایتونو کې یې لسګونه طالب وسلوال وژلي دي.

خو د جنګ جګړو او ملکي مرګژوبلې دې پېښو سره هم مهاله طالبانو او افغان حکومت د راتلونکي کمکي اختر دریو ورځو لپاره اوربند اعلان کړی دی.