د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وشوې

شانګهای سازمان

دشانګهای همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو شورا نن د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې غونډه وکړه، چې د افغانستان اوسنی وضعیت یې د سر موضوع وه. په ورته مهال دغه ښار د شانګهای همکاریو سازمان له افغانستان سره د تماس ډلې غونډې هم کوربتوب کړی.

د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ګډونوال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حالت 'د ژورې اندېښنې ' وړ بللی.

د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له نننۍ غونډې وروسته د 'دوشنبې اعلامیه ' هم تصویب او صادره کړه.

د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین او د شانګهای همکاریو سازمان عمومي منشي ولادیمیر ناراف په وینا د دغه سازمان غړي هېوادونه له نويو امنیتي ننګونو سره مخامخ دي او د سازمان په نننۍ غونډه کې او دغه راز د تاجکستان جمهوریت له ولسمشر امام علي رحمان سره د غونډې ګډونوالو په لیدنه کې هم پر دې موضوع بحث شوی.

د غونډې د اعلامیې او د هغو اقداماتو په هکله چې سازمان یې د دې ننګونو پر وړاندې اخلي ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

بل لور ته په دوشنبه کې له افغانستان سره د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې هم لومړنۍ غونډه وکړه.

پرون (سې شنبه) د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې غونډه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته ورسېد.

اتمر

ښاغلي اتمر په غونډه کې له ګډون وروسته خبریالانو ته وویل: ''ښه او قوي اجماع موجوده وه '' او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په وینا طالبان باید پوه شي چې د ده په خبره د دوی ''ظالمانه او وحشیانه '' عملیات نړیوال ملاتړ نه لري.

ښاغلی اتمر وايي، د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو ته یې درې وړاندیزونه کړي دي:

لومړی: د طالبانو او د دوی د نورو نړیوالو همکارو ډلو وروستی بې ساري تاوتریخوالي ته په کتو د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان باید خپله اجماع او همکاري پر ځای وساتي.

دویم: د شانګهای همکاریو سازمان باید له طالبانو وغواړي چې د دوحې سولې هوکړه، د ملګرو ملتونو ۲۵۱۳ پرېکړه لیک او په مسکو کې د ټرایکا غړوهېوادونو اعلامیه عملي کړي.

دریم: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د عاجلو او امنیتي همکاریو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي اتمر په دې لړ کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو استازو غبرګون هیله من کوونکی بولي.

نوموړی وايي، د دغه سازمان غړي په دې هکله یوه خوله دي، چې د افغانستان قضیه پوځي حل نه لري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر وايي، د هېواد حکومت یې د سولې موضوع کې هېڅکله بې غوري نه کوي.

د شانګهای همکاریو سازمان په نننۍ غونډه کې سعودي عرب او مصر د دې سازمان د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړل.

د دې غوښتنلیکونو په هکله به د یاد سازمان په راتلونکې سرمشریزه غونډه کې غور کېږي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډې په هکله هم خبرې شوې، چې د سپتامبر پر ۱۶ او ۱۷ نېټه به دوشنبه کې وشي.

هغه غونډه به د شانګهای همکاریو سازمان د تاسیس له شلمې کلیزې سره هممهاله کېږي، چې روسیه، چین، تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، هند او پاکستان یې غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بیلاروس او منګولیا پکې د ناظر هېواد په حیث ګډون لري او د سږ کال لپاره یې تاجکستان مشري کوي.