د صالح څرګندونو ته د پاکستان ځواب؛ "افغان هوایي ځواک ته مو ګواښ نه دی کړی"

صالح

د عکس سرچینه، Arg

د پاکستان حکومت د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح دا خبره رد کړه چې د پاکستان هوايي ځواک افغان ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې له طالبانو د سپین بولدک نیولو لپاره هر ډول ګام به یې د دوی له مقاومت سره مخ شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د جولای ۱۶ )وویل، د دغه هېواد هوايي ځواک له افغان هوايي ځواک سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې.

امرالله صالح خپل ټوېټر کې دا هم ویلي، افغانستان یوه مړۍ ډوډۍ نه ده چې پاکستان یې له ستونې تېر کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د امرالله صالح څرګندونو ته په اشاره ویل شوي: "دغه ډول ویناوې د افغان کشالې د حل لپاره د پاکستان هغه مخالصانه هڅې پیکه کوي چې غواړي د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت پکې رول ولوبوي. "

د امرالله صالح ځواب

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

خو امرالله صالح د پاکستان دې غبرګون ته ځواب کې وايي، پاکستان تېر شل کلونه خپله خاوره کې د کوټې شورا او طالبانو د مشرانو شتون هم ردوي.

نوموړی خپل ټوېټر کې زیاتوي هغه افغانان یا بهرنیا چې دې حالت سره بلد دي، پوهېږي چې د انکار دا ډول بیانیې له وړاندې لیکل شوي وي.

امرالله صالح پر پاکستان او طالبانو په سختو نیوکو مشهور دی او دا تازه نیوکې یې له هغه وروسته دي چې طالبانو تېره چارشنبه د جولای پر ۱۴ له بلوچستان سره پر پوله سپین بولدک بندر، وېش بازار او سپین بولدک ولسوالي ونیوه.

په دا مهال له کندهار رپوټونه وايي، افغان پوځ د سپین بولدک د بېرته نیولو لپاره د جمعې په ورځ عملیات پیل کړل.

د پاکستان اعلامیه نور څه وايي؟

taliban

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح، طالبانو د جون پر ۱۴ سپین بولدک ونیو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم وايي، له افغان لوري دوی ته داسې پیغام رسېدلی چې غواړي د پاکستان چمن پورې غاړه په خپله خاوره(سپین بولدک) کې عملیات وکړي.

پاکستان وايي، دوی مثبت ځواب ورکړی او زیاتوي افغان حکومت حق لري په خپله خاوره کې عملیات وکړي:

"که څه هم چې پولې ته نږدې عملیات معمولا د نړیوالو نورمونو، معیارونو او طرزالعمل له مخې د منلو نه دي، خو پاکستان د خپلو خلکو او ځواکونو د خوندي کولو لپاره په خپله خاوره کې لازم اقدامات کړي. "

پاکستان تل افغانستان کې د لاسوهنې او له طالبانو د ملاتړ په تړاو د افغان چارواکو نیوکې ردوي او ټینګار کوي چې ارام او یو موټی افغانستان غواړي.

پاکستاني چارواکي وايي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیلېدو لپاره یې ډېرې هڅې کړي او افغانستان کې سوله تر بل هر هېواد ډېره د ځان په ګټه بولي.