ناټو له افغان چارواکو سره خپلې ټولې مرستې وځنډولې

ناټو هېوادونه

د عکس سرچینه، Reuters

د ناټو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان روان ستونزمن وضعيت په اړه يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې افغانستان کې هر راتلونکی حکومت بايد نړيوالو مکلفيتونو ته غاړه کېږدي خو وايي د روانو شرايطو له امله يې له افغان چارواکو سره خپلې ټولې مرستې ځنډولې دي.

د ناټو هېوادونو وزيرانو افغانستان کې په ټولو خواو غږ کړی چې د یوه ټول ګډوني حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي چې د مېرمنو او لږکيو په ګډون ټول په کې برخه ولري او افغانستان بيا هېڅکله د ترهګرو لپاره د خوندي پټنځای په توګه و نه کارول شي.

په اعلاميه کې همدا ډول له طالبانو غوښتل شوي چې له کابله د بهرنيو اتباعو او هغو افغانانو ته چې غواړي له دې هېواده ووځي د وتلو اجازه ورکړي.

اعلاميه زياتوی، موږ په افغانستان کې له هغو کسانو چې په واک کې دي غوښتنه کوو چې کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر په ګډون د دوی د خوندي او منظم ايستلو درناوی وکړي او اسانتياوې وربرابرې کړي.

ناټو وايي زموږ سملاسي دنده دا ده چې خپل اتباع او هغه کسان چې له ګواښ سره مخ دي او په ځانګړې توګه هغوی زموږ سره يې مرسته کړې له افغانستان څخه وباسو.

دا په داسې حال کې ده چې په زرګونو خلک د کابل هوايي ډګر کې راټول شوي او بهر ته د تلو په تمه دي.

کابل هوايي ډګر

د عکس سرچینه، Getty Images

تر دې وړاندې د امریکا پوځ ويلي وو چې، دوی له هوايي ډګره د خلکو ایستلو لړ کې له طالبانو سره (پرلپسي اړیکه) کې دي او د دغه هېواد د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، د روانو عملیاتو لپاره د طالبانو تایید اړین دی.

پر افغان پلازمېنه کابل د طالبانو د ولکې پر شپږمه ورځ هم ښار کې امنیتي ‌وضعیت لا ترینګلی دی. طالب وسلوال له کابل نړیوال هوایي ډګره چاپېر شوي او هغو خلکو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي چې د سفر لپاره اړین اسناد نه لري.

ناټو هېوادونو په اعلاميه کې د تاوتریخوالي سملاسي درولو غوښتنه کړې ده خو دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو يوه سندپاڼه وايي طالبانو د هغو کسانو لټون پيل کړی، چې له ناټو او امريکايي ځواکونو سره یې کار کاوه.