د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر: د اوس لپاره د طالبانو په رسمیت پېژندلو پلان نه لرو

Dominic Raab in Qatar

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلی راب پنجشنبه دوحه کې قطري چارواکو سره غږېډلی

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامېنک راب ویلي، هېواد یې د اوس لپاره هېڅ بیړه نه لري چې افغانستان کې د طالبانو لخوا جوړېدونکی حکومت دې په رسمیت وپېژني.

نوموړي دا څرګندونې پنجشنبه دوحه کې له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه تر خبرو وروسته کړې دي.

خو ډامېنک ټینګار وکړ چې د اوس لپاره دې ته اړتیا شته چې طالبانو سره مخامخ خبرې وشي او د هغو ژمنو په اړه ورنه تضمین واخیستل شي چې دې ډلې نړیوالې ټولنې سره کړې دي.

ښاغلي راب دوحه کې فه قطري چارواکو سره په دې اړه غږېدلی چې څه ډول په افغانستان کې پاتې بریتانوي اتباع او نور اړمن همکاران یې په خوندي توګه را ایستل کېدای شي.

نوموړي وویل، تر دې دمه یې تر ۱۷ زره ډېر بریتانوي وګړي او افغانان را ایسلي، خو حکومت یې د هغو کسانو پر وړاندې هم د مسؤلیت احساس کوي چې لا هم افغانستان کې ایسار پاتې دي.

سفارت دوحې ته لېږدول شوی

کابل، طالبان، قطر، بریتانیا
د عکس تشریح، ښاغلي راب پرون په پارلمان کې د بهرنیو چارو کمېسیون ته وویل ''استخباراتو ویل چې کابل به سږکال سقوط نه کوي.''

په همدې حال کې د برتیانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي په افغانستان کې د دوی سفارت چې تېره اونۍ له کابل نه ولېږدول شوه اوس په دوحه کې فعال شوی دی.

ښاغلی راب وروسته له هغه قطر ته له چارواکو سره د خبرو په موخه لاړ چې په پارلمان کې یې د بهرنیو چارو کمېسیون ته له افغانستانه د بریتانوي وګړو د ایستلو په اړه د معلوماتو ورکړل.

نوموړي د پارلمان ځانګړې کومېټې ته وویل ''استخباراتو ویل چې کابل به سږکال سقوط نه کوي خو د نوموړي په وینا د روان میلادي کال په لومړی کې داسې یو پلان عملي کېده چې له مخې یې په کابل کې د بریتانیا د سفارت کارکوونکو شمېر کمېده او افغان ژباړونکي بریتانیا ته لېږدول کېدل.''

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پارلمان کې د بهرنیو چارو کمېسیون ته وویل دقیقاً نه شي ویلای چې څومره بریتانوي وګړي په افغانستان کې پاتي دي خو په وینا یې هغه ټول کسان چې نومونه یې په کابل کې د بریتانیا له سفارت سره ثبت شوي وو اوس بریتانیا ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده چې کابل ته د طالبانو له راتګ نه وروسته بریتانیا څه باندې ۱۷ زره کسان له افغانستانه بریتانیا ته لېږدولي دي.