خوست او کونړ کې د پاکستان بمبار لسګونه کسان وژلي؛ اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافئیر احضار شوی

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

د پاکستاني پوځ جېټ الوتکو د شنبې پر سهار د افغانستان او خوست د کونړ ولایتونو پر یو شمېر سیمو بمبار کړی او درنه مرګژوبله یې اړولې ده.

پاکستان کې رسمي سرچینې په دې هکله څه نه وايي، خو د طالبانو بېلا بېلو سرچینو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، چې یادو ولایتونو کې د پاکستاني پوځ هوایي بریدونو لسګونه کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي.

په ورته مهال پاکستاني طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستاني پوځ د وراوښتې مرګژوبلې غچ اخیستلو لپاره خوست او کونړ کې پر عام خلکو بمبار کړی دی.

په خوست کې ځایي سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې بمبار شنبه سهار د پېشلمي پر مهال د سپېرې ولسوالۍ په څلورو کلیو شوی او د څو کورنیو شاوخوا څلوېښت کسان پکې وژل شوي.

د سرچینې په وینا په دې بریدونو کې د یوې کورنۍ ۲۷ غړي وژل شوي دي. ویل کېږي، د دوو نورو کورنیو پنځه او شپږ کسان وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

په دغو سیمو کې د وزیرستان له جګړو کډه شوې کورنۍ میشتې دي او بریدونو کې هم همدې کډوالو کورنیو ته مرګژوبله اوښتې ده.

ځایي سرچینو بي بي سي ته د دې کډوالو غږونه راستولي.

په دوی کې یو شمېر تپي کسان هم دي او ادعا کوي چې ټولټال شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دي.

بي بي سي په خپلواکه توګه د مرګژوبلې دا شمېر نشي تائیدولی.

د خوست ولایتي ادارې هم د بریدونو پخلي کړی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

په خوست کې یوه سرچینه وايي، په ورته مهال د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته هم شوې، چې مرګژوبله هم لري.

بله خوا له ختیځ ولایت کونړه رپوټونه وايي چې د شلتن ولسوالۍ په څپري تاغه سیمه کې هوايي بریدونو ځايي خلکو ته مرګژوبله اړولې.

بي بي سي ته د طالبانو ولایتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي "برید کې یوه مېرمن او درې ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی".

یاده سرچینه وايي، داسې احتمال شته چې دا برید د پاکستان جيټ الوتکو کړی وي.

شلتن کې ترې دې وړاندې هم د پاکستاني پوځيانو د مرمیو لګېدو پېښې رپوټ شوې وې، چې ځايي طالبانو پرې غبرګون هم ښودلی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي سي ته وویل: 'دوی له خواله رسنیو اورېدلي چې پېښې شوي خو پخلی یې نشي کولی'.

د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ ټي ټي پي سم لاسي په یوه بیان کې ددغو بریدونو غندنه کړې او ادعا یې کړې چې دواړو ولایتونو کې د باجوړ او وزیرستان هغه کډوال په نښه شوي چې په تېرو کلونو کې له جګړو افغانستان ته کډه شوي.

د پوځیانو پر وژنه طالبانو ته د پاکستان احتجاج

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

د دغو بریدونو رپوټونه داسې مهال ورکول کېږي چې تېره ورځ له ډیورنډ کرښې ورپورې په شمالي وزیرستان کې وسلوالو اته پاکستاني امنیتي سرتېري ووژل.

د دغو بریدونو مسولیت پاکستاني طالبانو منلی و.

د دې هېواد نوي لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله ټوېټر پانه وزیرستان کې د وژل شویو سرتېرو عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې د دوی د وژنې غچ به اخلي.