قطر: دوست هېوادونه باید د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان یوې څنډې ته نه کړي

شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني

د عکس سرچینه، Getty Images

د قطر بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د قطر له ''دوستو هېوادونو '' غوښتي چې د طالبانو په کنټرول کې افغانستان یوې څنډې ته ''ګوښی '' نه کړي.

نوموړي په دوحه کې د اروپايي ټولنې بهرني سیاسیت مسوول جوزف بورل سره ګډې خبرې غونډې ته دا څرګندونې کړې دي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق القحطاني کابل کې له طالب چارواکو سره له لیدنې وروسته وویل:

''نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره ګډ کار وکړي، دوی مخکې له یو غیر دولتي لوري سره هوکړه وکړه، خو اوس چې په واک کې دي، سترګې پرې نه شي پټېدای. ''

قطر له تېرو څو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربتوب کوي او اوس په کابل کې د طالبانو حکومت ملاتړی هېواد بلل کېږي.

خو بل لور نژدې یوه نیمه میاشت کېږي، چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړی او سرپرسته کابینه یې اعلان کړې، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالبانو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته هم د وینا غوښتنه وکړه، خو په هغه غونډه کې هم د افغانستان په استازولۍ چا خبرې و نه کړې.

پرون د ملګرو ملتونو سازمان ته د طالبانو له لوري د دایمي استازي په توګه ورمعرفي شوي سهیل شاهین وغوښتل چې په یاد سازمان کې باید د افغانستان څوکۍ طالبانو حکومت ته وسپارل شي او دغه راز یې له افغانستان سره د بشري مرستو پیلېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل:

''په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ له ترلاسه کولو په صورت کې موږ د بشري مرستو لړ کې همغږي رامنځته کولای شو. ''

د ملګرو ملتونو لپاره د هېوادونو استازیتوب د یوې نهه کسیزې کمېټې له لوري تایدېږي، چې امریکا، روسیه او چین هم د دې کمېټې غړیتوب لري.

د دې کمېټې غونډه معمولاً په اکتوبر یا نومبر میاشتو کې کېږي او تر هغه مهاله چې د کمېټې غونډه نه وي شوې، غلام محمد اسحق زی رسماً په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی بلل کېږي.