د بښنې نړیوال سازمان: د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی بند کړئ

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د افغان کډوالو لومړني حقونه دې ورکړل شي او د هغوی پر وړاندې دې روان تاوتریخوالی بند شي.

دغه سازمان نن "دوشنبه" د جون په شلمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې اعلامیه کې ویلي، یو شمېر هېوادونو کې افغان کډوال له خپلو بشري حقونو برخمن نه دي.

د بښنې نړیوال سازمان ځینو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

د یاد سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:" له بده مرغه په ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکیې او مالیزیا کې ګڼ افغان کډوال د نړیوالو قوانینو له مخې له خپلو حقونو برخمن نه دي، هغوی سره تاوتریخوالی او بد چلند کېږي او بیرته افغانستان ته په زور استول کېږي."

د بښنې نړیوال سازمان په دغه خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دغو هېوادونو کې افغان کډوال د کار، زده‌ کړو او د قانوني اسنادو د نه ‌لرلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

وروستیو سیاسي بدلونونو ګڼ شمېر افغانان کډوالۍ او جلا وطنۍ ته اړ کړي چې ژوند یې له کړاوونو ډک دی.

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال اګسټ میاشت کې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته ګڼو افغانانو له افغانستانه د وتلو هڅه کوله

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي آر) هم د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړی او دوی سره یې د مرستې غږ کړی.

یو اېن اېچ سي د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي:"د نورو پناه غوښتونکو په ګډون ۴ میلیونه افغانان له خپل هېواد څخه بهر ملاتړ ته اړتیا لري، افغانستان کې د بشري مرستو د فعالیتونو کچه کمه شوې ده."

په همدې وخت کې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ د کډوالو ورځې په مناسبت د کډوالو پر خوندیتابه ټینګار کړی او ویلي دي" د نړۍ د کډوالۍ لویه برخه افغانان دي، میلیونونه یې په پاکستان او ایران کې ثبت شوي، کډوال چې هر ځای وي باید خوندي وي."

په ګڼ شمېر هېوادونو کې افغان کډوالو سره روان تاوتریخوالی او دوه ګونی چلند په نړۍ واله کچه غندل شوی او منل شوی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغان کډوالو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي" ما له عراق او افغانستانه راغلیو هغو کډوالو سره وکتل چې نیویارک کې ژوند کوي، هغوی له کوربه هېواد سره د هوساینې او تنوع په راوستو کې هڅه کوي، موږ باید د دوی ملاتړ وکړو."

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

نړۍ داسې مهال د کډوالو نړیواله ورځ نمانځي چې وروستیو بدلونونو میلیونونه افغانان کډوالۍ او جلا وطنۍ ته اړ کړي.

نا امني، فقر او بې وزلي هغه لوی لاملونه په ګوته شوي چې زیات افغانانان یې کډوال کړي او نورو هېوادونو کې پراته دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، لوی شمیر افغانان پاکستان، ایران او ترکیې ته کډه شوي دي. ځینې یې پر مرګونو لارو سفرونو کوي. داسې رپوټونه دي چې له ایران او ترکیې نه دا وروستیو اوونیو کې زرګونه افغانان بیرته په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

یو شمېر بهرنیو هېوادونو په شرایطو برابر کسان د بریتانیا، امریکا، جرمني، فرانسي په ګډون نورو ګڼو هېوادنو ته بوتلل خو ځینې یې لا هم بې برخلیکه د ترکیې، متحده عربي اماراتو، قطر او پاکستان په کمپونو کې پراته دي.