امریکایي او ناټو پوځیان له بګرام اډې ووتل؛ طالبانو یې هرکلی کړی

بګرام

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، افغان پوځيانو د جمعې پر ورځ د بګرام پوځي اډې ساتنې چارې سمبال کړې

امریکايي ځواکونو د بګرام پوځي اډه افغان حکومت ته سپارلې. د افغانستان ددفاع وزارت وايي امریکايي پوځیان په بشپړه توګه له دې اډې وتلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان پر ټویټر پاڼه لیکلي چې نن (جمعه) په رسمي ډول دغه پوځي اډه افغان پوځ ته سپارل شوې او ټول امریکايي او ناټو سر تېري ترې وتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، له دې وروسته به د افغانستان ملي اردو د دوی په خبره له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ترې استفاده کوي.

بي بي سي په پرلپسې ډول د دفاع وزارت او اړوند ادارو د نظر اخیستو هڅه وکړه، خو ځواب یې تر لاسه نه کړ.

د کابل ګاونډي پروان ولایت کې بګرام هوايي اډه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه او وخت ناوخته پکې زرګونه امریکايي سرتېري اوسېدل او له دغه ځایه یې پوځي فعالیتونه کول.

یوه امریکايي چارواکي هم بي بي سي ته تایید کړې چې د ناټو او امریکايي سرتېرو وروستۍ جوپه له دې هوايي اډې وتلې او افغان پوځ ته یې سپارلې ده.

طالبانو له بګرام هوايي اډې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو هرکلی کړی دی.

bagram

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: "موږ له بګرام د ټولو امريکايي ځواکونو وتل يو ښه ګام بولو، غواړو چې زموږ د هېواد له ټولو برخو بهرني ځواکونه ووځي. "

بلخوا نن له ولسمشر غني سره په لیدنه کې افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او له افغانستان سره د امریکا د مرستیو پر دوام او همکارۍ خبرې کړي دي.

له بګرام هوايي اډې وتل دا هم ښيي چې له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه بشپړېدو ته نږدې شوې ده.

اسوشېټېډ پرېس هم د دوو امریکايي چارواکو له خولې وايي، بګرام هوايي اډه افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.

دغو دوو چارواکو له نوم پرته خبرې کړې او ویلي یې دي، د دې خبر د رسنیزولو اجازه نه لري.

اسوشېټېډ پرېس وايي، امریکا د امنیتي دلیلونو له مخې دا ویل نه غواړي چې وروستی پوځي یې کله له افغانستان وځي.

پر دې سربېره د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر پر امنیت ساتلو لا هم خبرې روانې دي. اوس امریکايي او ترک ځواکونه د دې هوایي ډګر د امنیت ساتلو مسوولیت لري.

د بګرام هوايي اډې اهمیت

بګرام هوايي اډه نږدې شپېته کاله مخکې د پروان بګرام ولسوالۍ کې جوړه شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بګرام هوايي اډه نږدې شپېته کاله مخکې د پروان بګرام ولسوالۍ کې جوړه شوې ده.

بګرام هوايي اډه نږدې شپیته کاله مخکې د افغانستان د پخواني بادشاه محمد ظاهرشاه واکمنۍ کې جوړه شوې خو ویل کېږي اوس د هغه وخت پنځه برابره پراخه او د سیمې په کچه په عصري امکاناتو سمبال ده.

د کابل ګاونډی پروان ولایت کې پرته دا اډه د افغانستان تر ټولو مجهز هوایي ډګر هم ګڼل کېږي چې پکې د هر ډول الوتکو کېناستلو وړتیا لري.

د نظامي چارو افغان کارپوه عتیق الله امرخېل چې یو وخت یې د افغان هوايي ځواکونو د قومندې مسئولیت درلود، بګرام اډه د جګړې مهارولو ستراتیژیک ځای بولي.

نوموړی وایي، په خپلواکه بڼه افغان ځواکونو ته له تجهیزاتو او امکاناتو سره د دې هوايي اډې سپارل مهم ګام دی.

بهرنیو ځواکونو چې تر سپتمبر میاشتې یې له افغانستانه د وتلو اعلان کړی له دې وړاندې په کابل او کندهار کې هم خپل ځینې کمپونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.