طالبانو له خپلو ليکو د 'نامطلوبو کسانو' د ایستلو پرېکړه کړې

.

د عکس سرچینه، Social media

د طالبانو د وزيرانو شورا پرېکړه کړې چې له "خپلو ليکو څخه نامطلوب کسان وباسي او هغوی ته به د فعاليت اجازه نه ورکوي". دا پرېکړه په دوحه کې د لوړ پوړو طالب او امريکايي چارواکو تر منځ له ناستې یوه ورځ وروسته کېږي.

د طالبانو د وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال ذبيح الله مجاهد له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي: "د اسلامي امارت د وزيرانو شورا نن (دوشنبه) ارګ کې غونډه درلوده چې د هېواد په کچه بېلابېل موضوعات تر بحث او څېړنې لاندې ونيول شول".

د طالبانو يوه وياند بي بي سي ته وويل، "نامطلوب هغه کسان دي چې ناڅرګنده مخينه لري يا کړنې يې مشکوکې دي، د کار طريقه يې د طالبانو سره په ټکر کې ده او صادر شوي امرونه نه مني".

ده زياته کړه: "هغه کسان چې د نورو له لارې زموږ ليکو ته داخل شوي، دا خلک به د اسلامي امارت څخه پاکېږي چې دا پروسه اوس پیل شوې ده".

خو د طالبانو د ډلو تر منځ د وېش او اختلاف په اړه د پوښتنې په ځواب کې هغه ټينګار وکړ چې "د طالبانو د غړو تر منځ هېڅ توپیر نشته او دوی په نړۍ کې تر ټولو متحده ډله ده".

د خبرپاڼې له مخې د وزيرانو په غونډه کې د مشرتابه له خوا په امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې وزیرانو ته لازم لارښوونې وشوې.

.

د عکس سرچینه، Social media

طالبان دا اعلان داسې مهال کوي چې د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یې د چارسمبالې کابينې له اعلانېدو څه باندې يوه مياشت تېرېږي، خو تر اوسه کوم هېواد د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.‌

د امریکا په مشرۍ ګڼو هېوادونو ویلي، د دې ډلې کړنو ته به ګوري او بیا به پرېکړه کوي چې ایا د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او که نه.

خو له دې سره سره په تېره یوه اوونۍ کې د بریتانیا او امریکا جګپوړو چارواکو کابل او دوحه کې له طالبانو سره لیدلي او پر بېلابېلو موضوعاتو ورسره غږېدلي.‌

تېره اوونۍ د بریتانیا د لومړي وزیر ځانګړی استازی کابل ته تللی و او هلته یې له لوړپوړو طالب چارواکو سره لیدنې کتنې درلودې.

له هغه وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د دې ډلې یوه پلاوي دوحه کې له امریکایي دیپلوماتانو سره ناسته درلوده.