شاه محمود قریشي کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل؛ 'پر ګڼو موضوعاتو خبرې وشوې'

قریشي سفر

د عکس سرچینه، Mansoor ahmed khan/twitter

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او ورسره یو لوړپوړی پلاوی کابل کې د طالبانو د سرپرستې کابينې له لومړي وزير، بهرنيو چارو وزير او يو شمېرو نورو چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا خپاره شوي ويډيويي پيغام کې د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي ويلي چې "له پاکستاني پلاوني سره يې د سوداګرۍ، د لارو خلاصېدو او اقتصادي راکړې ورکړې خبرې کړې دي".

ښاغلي متقي هيله څرګنده کړې چې له دې وروسته به دواړو هېوادونو تر منځ "د لارو خلاصېدو تر څنګ اقتصادي اړيکې ښې شي."

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ښاغلی قریشي د طالبانو حکومت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره لیدنه کې ''د خلکو تر منځ اړیکو، سوداګرۍ او دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ پر اړیکو غږېدلی دی. ''

له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي وو، ښاغلی قریشي به له یو شمېر 'نورو افغان مشرانو ' سره هم ویني.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې نوموړی به کابل ته د دې رسمي سفر په ترڅ کې د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ ''د سیمې سولې او ثبات په هکله د پاکستان پر دریځ هم خبرې وکړي. ''

بل لور د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بي بي سي ته په دې هکله وویل، د دوی مشران به له ښاغلي قریشي سره ''د دوه اړخیزو اړیکو د ودې او پراختیا موضوع تر څنګ په تورخم او سپین بولدک کې د خلکو او سوداګریزو مالونو تګ راتګ پر ستونزو '' هم وغږيږي.

ښاغلی کریمي وايي، د دې تر څنګ به پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې وشي او ''هیله ده چې دې لړ کې به پرمختګ وشي. ''

د یادونې ده چې دا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته کابل ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی.

قریشي سفر

د عکس سرچینه، Shahmahmood qurishi/facebook

د عکس تشریح، امیر خان متقي د کابل هوایي ډګر کې د شاه محمود قریشي هرکلی وکړ

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې یادونه نه ده شوې، خو له ښاغلي قریشي سره دې سفر کې د پاکستان پوځي څارګرې ادارې (ای اېس ای) مشر جنرال فیض حمید هم ملګری و.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې د جنرال حمید پر ځای به جنرال ندیم انجم د (ای اېس ای) نوی مشر وي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه رسماً دغه ګومارنه نه ده تایید کړې او رسمي اعلان هم نه دی شوی.

کابل ته د جنرال فیض حمید لومړنی سفر چې تېر سپتمبر کې تر سره شوی و، له بېلا بېلو غبرګونونو او ناندریو سره مخامخ شو.

هغه مهال ګڼو کسانو او ډلو نیوکه کوله چې د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او د طالبانو د موقتي ادارې په جوړښت او همدا راز د پنجشېر پوځي عملیاتو کې ښکېل و.

د قطر بهرنیو چارو د وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف له سفرونو وروسته ښاغلی قریشي د بهرنیو چارو درېیم وزیر دی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.

نژدې دوې میاشتې کېږي، چې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړی او سرپرسته کابینه یې اعلان کړې، خو د نړۍ یوه هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.