نړۍ کې د اوبو بندونو جوړولو تاریخ او بهیر؛ کوم هېواد تر نورو مخکې دی؟

  • عاصم مایار
  • د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد
چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین کې د اوبو بندونو جوړولو بهیر له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې پیل شوی

په نړۍ کې د اوبو موسمي نا انډوله وېش له کبله، د اوبو د لویو زېرمو جوړول یو اړتیا ده چې انسانانو له ډېر پخوا درک کړې او د اوبو د تنظیم لپاره لاس په کار شوي. همدارنګه د کرنې د پراختیا، د برېښنا تولید او سېلابونو د مخنیوي لپاره په سیندونو ډېر لوی او کوچني بندونه جوړ شوي.

نړۍ کې لومړی بند د مصر په الفیوم سیمه کې موریس جهیل بلل کېږي چې د نيل سیند د اوبو او ځمکنیو پروسو له کبله رامنځ ته شوی خو وروسته فرعونیانو په کې کار وکړ او په نیل کې د سېلابونو پر مهال به یې اوبه په کې زېرمه کولې. د وخت په تېرېدو دې سیمې بدلون کړی او اوس د جهیل کوچنۍ برخه پاتې ده.

همدارنګه د نړۍ تر ټولو لرغونی بند چې اوس هم فعالیت کوي سوریه کې د حمص د جهیل بند دی چې فرعونیانو له میلاد څخه دیارلس پېړۍ وړاندې له تېږو او مصالې په دوه کیلومتره اوږدوالي او ۷ متره لوړوالي جوړ کړی.

دا بند ۲۰۰ میلیون متر مکعبه اوبه زېرمه کوي. دا ډول تاریخي دوه نور بندونه په هسپانیه کې شته چې په لومړۍ او دویمه پېړۍ کې رومیانو جوړ کړي. دا بندونه ۴۲۷ او ۱۹۴ متره اوږدوالی، ۲۲ او ۲۴ متره لوړوالی لري. په جاپان او هند کې هم ځینې زاړه بندونه شته چې په لومړنیو زېږدیزو پېړیو کې جوړ شوي او تر اوسه فعال دي.

تر ۱۹۰۰ کال پورې نړۍ کې ټولټال ۴۲۷ بندونه و چې تر لسو ډیر یې لوی نه و. دوه وروستیو پېړیو کې چې د اوبو انجنیرۍ علم او تخنیک پرمختګ وکړ، د بندونو جوړول هم ورسره ګړندي شول.

تر دې چې په ۱۹۵۰ کال کې د نړۍ د لویو بندونو شمېر ۵۲۰۰ ته ورسېد. دا شمیر بیا په ۲۰۱۰ کال کې ۴۵۰۰۰ ته لوړ شو. د لویو بندونو د نړیوال کمیسیون د شمېرو له مخې اوس په نړۍ کې ۵۸۰۰۰ لوی بندونه شته چې د کرنې، برېښنا د تولید، د څښاک اوبو برابرولو، د سېلابونو د مخنیوي او نورو اهدافو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

په نړۍ کې د ټولو (کوچنیو او لویو) بندونو شمېر ډېر لوړ دی تر دې چې ځېنې هېوادونو یې کره شمېر هم ندی ثبت کړی. د بېلګې په توګه د امریکا په متحده ایالاتو کې د ټولو بندونو شمېر له ۸۴۰۰۰ لوړ دی.

له دې ډلې ۸۱۰۰ یې لوی بندونه دي. همدارنګه د اروپا د ټولو بندونو او د اوبو د موانعو شمېر تر یو میلیون اوړي چې ۶۱۰۰ یې لوی بندونه ګڼل کېږي.

د لویو هېوادونو ترمنځ د بندونو جوړولو سیالي

سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نړۍ تر ټولو پخوانی فعال د اوبو بند په سوریه کې دی

د اوبو لوی بندونه د هېوادونو په اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول لري. د ۱۹۳۰ لسیزې مالي بحران په متحده ایالاتو کې د اوبو د بریښنا د بندونو جوړولو لومړي څپه پیل کړه چې تر دویمې نړیوالې جګړې یې دوام وکړ.

د سړې جګړې پر مهال د امریکا متحده ایالاتو او شوروي اتحاد ترمینځ د وسلو جوړولو ترڅنګ د بندونو په جوړولو کې هم سیالي وه. دا سیالي د خپلو ملکونو سربېره په نورو هېوادونو کې د بندونو په جوړولو کې هم ښکارېده.‌

د بېلګې په ډول د مصر واکمن جمال عبدالناصر له دې سیالۍ ښه ګټه پورته کړه او د نیل په سیند یې د نړۍ د اوبو زېرمې کولو له اړخه تر ټولو لوی بند (اسوان) جوړ کړ چې ۱۳۹ میلیارد متر مکعبه اوبه زېرمه کوي او زېرمه یې د مصر له پولې پورته سوډان ته غځېدلې.

د ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۷۰ لسیزې پورې د لویو بندونو جوړول د سوکالۍ او اقتصادي ودې په معنی و. دې بهیر ته د عصري کېدو د شاخص په څیر کتل کېدل.

په ۱۹۷۰ لسیزه کې د لویو بندونو جوړول خپل اوج ته ورسېدل؛ تر دې چې هره ورځ به په نړۍ کې دوه یا دری لویو بندونو په فعالیت پیل کاوه.

په پرمختللو هیوادونو کې د لویو بندونو جوړول اکثرا د شلمې پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې ترسره شوي، په داسې حال کې چې مخ پر وده هیوادونو کې لوی بندونه د ۱۹۵۰ څخه وروسته جوړ شول.

له همدې کبله په پرمختللو هېوادونو کې د ډېرو لویو بندونو عمر له ۵۰ کالو اوښتی او د ځینو زېرمې له خاورو ډکې شوې. دا چې بندونه د اوبو، انرژۍ او نورو برخو کې حیاتي رول ادا کوي، اوس څېړونکي هڅه کوي د بندونو د زېرمو پاکولو او تلپاتې ګټې اخیستنې لپاره اسانه لارې چارې ومومي.

کوم هېواد ډېر لوی بندونه لري؟

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا د هغو شپږو هېوادونو په ډله کې دی چې ډېر لوی بندونه لري

د لویو بندونو جوړوونکي شپږ هیوادونه روسیه، کاناډا، متحده ایالات، چین، برازیل او هند دي. د مساحت له اړخه ټول لوی هیوادونه دي او د اوبو پرېمانه سرچینې او د غرونو لړۍ لري. سیاسي ثبات، قوي اقتصاد او د اوبو شتون د لویو بندونو د جوړولو عوامل بلل کېږي.

په چین کې د بندونو پراختیا د برلین دیوال له نړېدو وروسته او د چین د اقتصاد له آزادیدو سره پیل شوې چې اوس هم دوام لري.

په وروستیو کې چین د بندونو په جوړولو کې لومړی مقام خپل کړی. ترکیه د بندونو په جوړولو کې دویم ځای لري ځکه په دجله او فرات سیندونو چې له دې هېواد سرچینه اخلي ۲۲ لوی بندونه جوړ کړي چې عراق او سوریې ته د اوبو لږوالي او د دې هېوادونو تر منځ د ستونزو لامل شوي.

ایران د بندونو په جوړولو کې دریم ځای لري ځکه چې په وروستیو ۴۰ کلونو کې یې تر ۲۵۰ ډېر لوی بندونه جوړ کړي. د دې هېواد د ټولو بندونو شمېر تر ۱۰۰۰ اوړي. چې دا شمېر د چاپېریالي ستونزو لامل هم شوي.

پاکستان کې له هند سره د اوبو پر سر تر تړون وروسته، په بندونو او د اوبو په کانالونو ډېره پانګونه وشوه. یوه بېلګه یې د تربېلې بند دی چې ډېر وخت په نړۍ کې تر ټولو لوی بند و خو دا ریکارد وروسته د نورو هېوادونو لخوا مات شو.

د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ډېر بندونه د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي. یوازې تاجکستان په وروستیو دوه لسیزو کې د نړۍ په کچه دوه لوی بندونه جوړ کړي.

افغانستان کې د اوبو بندونو وضعیت

بند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال پر لویو بندونو کار پیل شو

افغانستان کې د کمال خان، سلطان او سرحوض پخواني بندونه شته دي خو د تخریب او بیارغونې له امله په تاریخي بندونو کې ندي ثبت شوي.

د نویو بندونو جوړولو پروسه غازي امان الله خان پیل کړه چې د واکمنۍ له ړنګېدو سره یې دا لړۍ هم ودرول شوه. له ۱۹۵۰ وروسته محمد ظاهر شاه د لویو بندونو جوړول پيل کړل چې پلان یې د حکومتونو د بدلون او جګړو له کبله بشپړ نشو او تر نن پورې بیا لوی بندونه ندي جوړ شوي.

په افغانستان کې د ټولو بندونو او سربندونو شمېر ۶۲ دی چې ۱۸ یې د لویو بندونو په کتار کې راځي.

اوس مهال په ډیرو هیوادونو کې د بندونو جوړول پای ته رسیدلي او لږ شمېر بندونه راتلونکي ته پلان شوي. د راپورونو له مخې د نړۍ په ۶۰ سلنه سیندونو بنډونه جوړ شوي چې له ۳۰ څخه تر۴۰ سلنه د اوبو لګونې سیمې ته اوبه برابروي او همدارنګه د نړۍ ۲۰ سلنه بریښنا د بندونو څخه تولیدیږي.

د اقلیمي بدلون له کبله وړاندوینه کېږي چې د وچکالۍ او سېلابونو پېښې به ډېرې شي. د دې اغېز د کابو کولو لپاره د نورو بندونو جوړولو ته هم اړټیا شته خو دا چې د پرمخ تللو هېوادونو په سیندونو ډېرو بندونو چاپېریالي ستونزې رامنځ ته کړې دي، نړیوال هڅه کوي د اقلیمي بدلون ستونزه له نورو لارو چارو کنټرول کړي.