نړیوال بانک له افغانستان سره مرستې بندې کړې

.
د عکس تشریح،

نړیوال بانک د بیارغاونې په پروژو کې رغنده ونډه درلوده

د طالبانو کنټرول ته د افغانستان له ورتلو لس ورځې وروسته نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو پروژو مالي مرسته درولې ده. د نړیوال بانک مسوولین وايي، د افغانستان پر پرمختیا او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو برخه کې د طالبانو اغېز ته اندېښمن دي.

تېرو دوو لسیزو موده کې نړیوال بانک د افغانستان بیا رغاونې او پرمختیا برخه کې نژدې پنځه میلیارده ډالره مرستې کړې دي.

تر اوسه پورې د کرنې برخه کې د افغانستان تر ټولو سترې پروژې د نړیوال بانک په مرسته ترسره کېدې.

تېره اونۍ د پیسو نړیوال صندوق ای ایم ایف افغانستان ته د پیسو ورکړه په ټپه ودروله.

له دې مخکې جرمني ویلي، که طالبان د قانون په توګه اسلامي شریعت نافذ کړي، ''ان د یوه سنټ نور مرسته به هم و نه کړي. ''

له دې مخکې امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان پولي پشتیبانه کنګل کړې او طالبان اوس لاسرسی نه ورته لري.

بل لور په افغانستان کې له تېرو لسو ورځو راهیسې بانکي راکړه - ورکړه په ټپه ولاړه ده.

درې ورځې مخکې طالبانو محمد ادریس د افغانستان بانک نوي مشر په توګه معرفي کړ او تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري غونډه کې وویل، له نن 'چهارشنبې ' به د افغانستان بانکونه فعالیت پیل کړي او اقتصادي راکړه ورکړه به پيل شي.

طالبانو پرون له افغانستانه د ډالرو قاچاق ممنوع اعلان کړ او په وینا یې که څوک سرغړونه وکړي، و به نیول شي.

د ښځو حقونو په تړاو اندېښنې

د ښځو حقونو په هکله اندېښنې هڅه څه دي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یې څرګندونه زیاته شوې.

طالبانو تېره ورځ له کارکوونکو ښځو وغوښتل چې د امنیت ټینګښت تر مهاله دندې ته له ستنېدو ډډه وکړي.

له دې سره د دغه ډول تګلارې دایمي کېدو په هکله اندېښنې راپورته شوې دي. تېره ورځ د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمشنرې میشل باشلیت په دې هکله وویل، '' د ښځو حقونه سره کرښه ده ''.

تېره ورځ د نړۍ ۷ سترو صنعتي هېوادونو (جي - ۷) په بېړنۍ غونډه کې چې د افغانستان وضعیت په هکله د غور لپاره بلل شوې وه، د ښځو وضعیت په هکله اندېښنو ته اشاره وشوه.

د غونډې پرېکړه لیک کې ویل شوي:

''موږ په ټینګار سره وایو چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو حقونو او له لږکیو سره د چلند په هکله باید طالبان ځواب ورکوونکي واوسي. ''

په داسې حال کې چې له افغانستانه د ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو لس ورځې پوره کېږي، طالبان تر اوسه د داسې یوه حکومت پر تشکیل نه دي بریالي شوي، چې دوی یې 'ټولشموله ' بولي.

تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې د دولت مشري به د طالبانو کوم یو مشر کوي.