بورېس جانسن: افغانانو سره مرسته کوو،‌ خو طالبانو ته 'سپین چېک' نه ورکوو

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بریتانیا حکومت ویلي، افغانستان سره یې خپلې بشري مرستې دوه برابره کړې دي

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي، خو د مرستو په نامه طالبانو ته 'سپین چېک' نشي ورکولی.

ښاغلي جانسن چارشنبه د بریتانیا د پارلمان غونډې ته وویل،‌ دا ډاډ به ترلاسه کوي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو او د نشه یې توکو د تولید په مرکز بدل نشي.

نوموړي وویل، له طالبانو سره 'تعامل' ته به دوام ورکوي او بریتانیا به راتلونکو کلونو کې شل زره اړمنو افغانانو ته هم پناه ورکوي.‌

هغه همدا راز وویل، بریتانیا له افغانستان سره خپلې کلنۍ بشري مرستې دوه برابره کړې او ۳۷۱ میلیونه ډالرو ته رسولې دي.‌

خو د پارلمان په دې ناسته کې د سکاټلنډ د ملتپال ګوند مشر یان بلکفورډ د ښاغلي‌ جانسن پر سیاست نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان کې وضعیت ورځ‌ تر بلې خرابېږي.

نوموړي وویل،‌ د بورېس جانسن حکومت د تېرې اګست میاشتې پر ۱۸مه نېټه د شل زره افغانانو د خوندي کولو او بریتانیا ته د راوستلو اعلان کړی و،‌ خو لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی.

ښاغلي‌ بلکفورډ له لومړي وزیر بورېس جانسن پوښتنه وکړه چې د اړمنو افغانانو د را ایستلو دا بهیر به کله پیلېږي.

.
د عکس تشریح،

بورېس جانسن چارشنبه د پارلمان غونډه کې پر افغانستان وغږېد

په ځواب کې یې ښاغلي‌ جانسن وویل،‌ حکومت یې واضحه کړې چې شل زره اړمنو افغانانو ته به پناه ورکوي.‌ خو نوموړي بیا هم د دې بهیر د پیلولو نېټه ونه ښوده.

لومړي وزیر همدا راز زیاته کړه،‌ بریتانیا وار د مخه ۱۵ زره افغانان را ایستلي او دا مهال د دې کورنیو د ځای پر ځای کولو چاره دوام لري.‌

دا په داسې حال کې ده چې ګڼې هغه کورنۍ چې په دې وروستیو کې له افغانستان بریتانیا ته را ایستل شوې دي،‌ دا مهال په هوټلونو کې ژوند کوي او برخلیک یې نه دی مالوم.‌

له دې ډلې شاوخوا ۲۰۰ کورنیو د لندن ښار له بېلابېلو ناحیو غوښتنه کړې ده چې په سملاسي‌ توګه دې کورونه ورکړل شي.‌

په بریتانیا کې ځینو خیریه ټولنو هم نیوکه کړې ده چې د شل زرو افغانانو را ایستلو او ځای پر ځای کولو لپاره د بریتانیا د حکومت طرحه واضحه نه ده.‌

بورېس جانسن پخوا ویلي وو، د دې طرحې له مخې به افغانو ښځو،‌ ماشومانو، مذهبي لږکیو او کسانو ته چې تېرو شلو کالو کې یې له بهرنیو ځواکونو سره دندې درلودې، لومړیتوب ورکول کېږي او بریتانیا ته به راوستل کېږي.