ناټو سرمنشي: د طالبانو بیا راتګ د افغانانو لپاره یوه تراژیدي ده

ینس سټولټنبرګ

د عکس سرچینه، NAto

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدل د افغانانو لپاره یوه تراژیدي او د هغو هېوادونو لپاره چې تېرو شلو کالو کې افغانستان کې ښکېل وو، خواشینوونکی حقیقت دی.

ښاغلي سټولټنبرګ پنجشنبه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل، اوس باید پر دې فکر وشي چې د افغانستان له ماموریته څه درس زده کولی شو.

خو د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې افغانستان کې یې ماموریت او قربانۍ ضایع شوې نه دي او مهمې لاسته راوړنې یې هم درلودې.

هغه وویل،‌ ناټو اجازه ورنکړه چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي او په تېرو شلو کالو کې له دې هېواده پر ناټو هېوادونو کوم ترهګر برید نه دی شوی.

نوموړي وویل: "موږ په افغانستان کې له یو سخت حالت سره مخ وو. یا به مو پوځیان ایستل او د طالبانو بیا راتګ ته به مو غاړه کېښوده.‌ موږ په دې خطر پوهېدلو. بل غوراوی دا و چې هلته پاتې شوي وای. که داسې مو کړي وای نو جګړه به غځېدلې وه، لا ډېر قربانیان به مو ورکول او شاید دې ته هم اړتیا پېښه شوې وای چې افغانستان ته نور پوځیان ولېږو. په اخر کې مو له اوږدو سلا مشورو وروسته پرېکړه وکړه چې افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ختم کړو".

له شل کلن ماموریت څه زده کېدلی شي؟

ایساف

د عکس سرچینه، NAto

د ناټو سرمنشي وویل،‌ په دې اړه یې یو بهیر پیل کړی چې ناټو افغانستان کې له خپل شل کلن ماموریت څه زده کولی شي.

ینس سټولټنبرګ وویل، یاد بهیر کې باید دا ارزونه وشي چې افغانستان کې د ناټو ماموریت کومې برخې ناکامې وې او کومې تګلارې ګټورې ثابتې شوې.

د ناټو له دې اعلان وړاندې د امریکا د کانګرس غړو او حکومت چارواکو هم د یوې ورته پروسې یادونه کړې ده.

په دې لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې یوه ځانګړې پلټونکې به یې له افغانستان د امریکایي پوځیانو د بېړنۍ وتنې ارزونه کوي.

د ولسمشر بایډن سیاسي‌ مخالفینو، د کانګرس غړو او ان یو شمېر اوسنیو پوځي چارواکو منلې ده چې له افغانستان د پوځیانو د ایستلو بهیر یوه 'ستراتیژیکه ناکامي' وه.

یاده دې وي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم روانه اوونۍ له خپلې دندې استعفا وکړه او پر ځای یې 'ټام وېسټ' نوی استازی ټاکل شوی.

د ښاغلي خلیلزاد مخالفین پر نوموړي نیوکه کوي چې د درې کلونو مذاکراتو پر مهال یې له طالبانو سره تر حده ډېره نرمي وکړه او د دې ډلې بیا واکمنېدو ته یې لاره هواره کړه.