د طالبانو سرپرست حکومت ته د افغانستان ګاونډیو او نورو هېوادونو غبرګونونه

قریشي

د عکس سرچینه، shah mehmood qureshi twitter

وروسته له هغه چې افغان طالبانو د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله کابینه او سرپرسته اداره اعلان کړه، د نړۍ د ګڼو هېوادونو لخوا ورته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.

یو شمېر هېوادونو د طالبانو پر نوي حکومت له دې کبله نیوکې کړې دي چې ګواکې ټولشموله نه دی او ښځې پکې نشته، خو په ورته مهال ځینو هېوادونو د یوې سرپرستې ادارې د جوړدېدو هرکلی هم کړی دی.

په دې لړ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان بدلېدونکی حالت له نژدې څاري. په اعلامیه کې ویل شوي:

"په کابل کې وروستی سرپرست سیاسي تشکیل به د افغانستان د خلکو اړتیاو پوره کولو لپاره حکومتي اډانه رامنځته کړي".

په اعلامیه کې زیاته شوې:

"موږ هیله من یو چې نوی سیاسي جوړښت به په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات لپاره هلې ځلې همغږې کړي، او د افغانانو اړتیاوو پوره کولو لپاره به کار وکړي".

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، هېواد یې په رسمیت د طالبانو پېژندلو ته هیڅ بیړه نه لري او نړیواله ټولنه هم باید دې لړ کې بیړه و نه کړي. نوموړی وايي، دې لړ کې یوې متوازنې تګلارې ته اړتیا ده او ترکیه به د بېلا بېلو عواملو پر بنسټ دا پرېکړه کوي.

د ترکیې له این ټي وي ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې نوموړي وویل، ترکیه به له طالبانو سره په تدریجي ډول اړیکي زیاتوي.

نوموړی وايي:

"موږ هیله من یو چې افغانستان کې به خبره تر کورنۍ جګړۍ پورې نه رسېږي. اوسمهال هلته د قحطۍ او اقتصادي بحران حالت دی، او موږ له قطر او امریکا سره د کابل هوايي ډګر په هکله خبرې کوو".

مولود چاوش اوغلو وايي، د افغانستان حکومت باید د ټولو استازیتوب وکړي او که یوازې طالبان پکې وي، د ده په خبره ستونزې به راپیدا شي.

نوموړي زیاته کړې:

"د طالبانو لپاره له کورنۍ جګړې غوره دا ده چې د ټولو لوریو په استازولۍ حکومت رامنځته کړي، ځکه دا به ټولې نړۍ ته د منلو وي، او افغان ښځو ته هم باید استازیتوب ورکړل شي".

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

بل لور د (ټرینډ) خبري اژانس په یوه رپوټ کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو له قوله ویل شوي، دغه هېواد په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت رامنځته کېدو هرکلی کوي.

په دې اړه یوه اعلامیه کې راغلي: "موږ هیله کوو چې دا به د پراخ ملي وحت لپاره پیلامه شي چې په دې هېواد کې به د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي".

له دې مخکې ایران کې لوړ پوړو چارواکو په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت په رامنځته کېدو کې د ناکامۍ او بهرنۍ لاسوهنې له کبله اندېښنه څرګنده کړه.

د ایران ملی امنیت شورا عمومي منشي علي شامخاني په یوه ټویټر پیغام کې وویل، افغان چارواکي باید سوله او ثبات تر هر څه زیات لومړیتوب ورکړی.

د نوموړي په وینا د افغانانو د دوستانو اندېښنه دا ده چې هلته د یوه ټولشموله حکومت اړتیا له پامه غورځول شوې، د بهرنۍ لاسوهنې له لارې او د ډېری ټولنیزو او توکمیزو لوریو لخوا د خبرو له لارې د غوښتنو پوره کولو پر ځای وسله وکارول شوه.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو له لوري د سرپرستې کابینې له رامنځته کولو وروسته کړې او په ظاهره یې پر پنجشېر د طالبانو برید هم غندلی دی.

د یادونې ده چې ایران له دې مخکې ویلي وو، د پاکستان له لوري له طالبانو سره د مرستې رپوټونه ارزوي، خو طالبانو دا ډول تورونه رد کړي دي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 2

بل لور د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبن له قوله ویل شوي، هېواد یې د افغانستان د خاورې تمامیت، ثبات او خپلواکۍ ته درناوی کوي.

ښاغلي وینبن په یوه خبري غونډه کې یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، چین هیله لري چې نوي افغان چارواکي به د ټولو لوریو پر غوښتنو غور وکړي، چې د خپلو خلکو هیلې او د نړیوالې ټولنې تمه پوره کړي.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي،‌ د طالبانو د کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنې لري.

د امریکا حکومت ویلي، د طالبانو خبرو ته نه،‌ بلکې د هغوی عمل ته به ګوري او په اړه به یې قضاوت کوي.

همدا راز اروپايي ټولنې پر چهارشنبه د طالبانو له لوري پر نوي رامنځته شوي سرپرست حکومت نیوکې کړې او په وینا یې د افغانستان ګڼ توکمیزې ټولنې استازیتوب نه کوي او نه هم ټولشموله دی.

د اروپايي ټولنې ویاند په یوه اعلامیه کې وویل:

''دا هغسې چې موږ تمه کوله او دا وروستیو اونیو کې یې طالبانو ژمنه کړې وه، د افغانستان د بډایه توکمیزې او مذهبي ټولنې استازیتوب نه کوي او نه هم ټولشموله دی. ''