رپوټونه: د افغان سیکانو او هندوانو بله ۵۵ کسیزه ډله هند ته لېږدول شوې

  • راصد ځواک
  • بي بي سي
ګروګرنت صاحب

د عکس سرچینه، Manjinder Singh Sirsa/facebook

د عکس تشریح، د تېر کال د اګست پر ۲۴مه د سیکانو د مذهبي کتاب 'ګورو ګرانت صاحب' یوه کاپي هند ته لېږدول شوې وه

هندي رسنۍ وايي د افغان هندوانو او سیکانو یوه بله ۵۵ کسیزه ډله د یکشنبې پر ورځ له کابله نوي ډیلي ته لېږدول شوې ده.

دغه افغان هندوان او سیکان د هند امرېتسر ښار کې د شېروماني ګورودواره پاربانډک کمیټې (اېس جي پي سي) لخوا د هند حکومت او د هند نړیوال فورم په نوم د ټولنیز سازمان په همکارۍ یوه ځانګړې برابره شوې الوتنه کې لېږدول شوي‌.

هندي رسنیو دا هم ویلي چې اوس یوازې ۴۳ نور اهل هنود افغانستان کې پاتې دي.

د هند حکومت د امنیتي ملحوظاتو له کبله له افغانستانه د سیک او هندو لږه کیو د ایستلو پلان برابر کړی.

خو په خپله د دې کسانو يوه استازي له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي دغه کسان دايمي نه دي تللی، دا افغانان تل هند ته د مذهبي مراسمو لپاره تلل، او اوس هم یوه موده تېروي او بېرته هېواد ته راستنېږي. دوی دا خبره ردوي چې ګواکې له بل هېواده یې دې د پناه غوښتنه کړې وي.

یکشنبه له افغانستانه په وتلو هندوانو او سیکانو کې ۳۸ ښځې او سړي او ۱۷ ماشومان وو.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

رپوټونه وايي لسګونه هندي چارواکي، مذهبي مشران او عام خلک د دغو افغان اهل هنودو هرکلي لپاره د نوي ډیلي اندراګاني نړیوال هوايي ډکر ته ورغلي وو.

'دې ټایمز اف انډیا' ورځپاڼې د چارواکو په حواله لیکلي چې ۴۳ نور سیکان د دوی د مذهبي کتاب 'ګورو ګرانت صاحب' خوندیتوب او ساتلو لپاره افغانستان کې پاتې دي.

دوی ويلي د طالبانو حکومت هند ته د دغه کتاب له لېږدېدو سره مخالفت کړی او هغه د افغانستان میراث ګڼي.

سیکان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

طالبانو تر اوسه په دې تړاو او له افغانستانه د افغان هندوانو او سیکانو د دې وروستۍ جوپې د وتلو په اړه څه نه دي ویلي.‌

تر دې وړاندې جولای میاشت کې هم د افغان سیکانو او هندوانو یوه ۲۱ کسیزه ډله هند ته لېږدول شوې وه.

د دوی د لېږد لړۍ تر هغې وروسته چټکه شوه چې د روان کال د جون پر ۱۸مه د کابل کارته پروان سیمه کې د سیکانو پر یوه عبادتځای برید وشو.

د هغه برید مسؤولیت داعش ډلې منلی او طالبانو ویلي و، چې یو سیک عبادت کوونکی پکې وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي وو.

حمله به عبادتگاه سیک‌ها در کابل

د عکس سرچینه، MOI

د عکس تشریح، د غبرګولي پر ۲۸ د کابل په پروان کارته سیمه کې د سیکانو پر یوه عبادتځای برید وشو.

هند تر هغه برید وروسته اعلان کړی و، چې د بېړنۍ انلاین ویزې د یوه پروګرام له مخې به سل تنه سیکان هند ته ولېږدوي.

هندي چارواکو اوس ویلي پر افغانستان د طالباننو له بیا واکمنېدو راهیسې له ۳۰۰ ډېر افغان هندوان او سیکان هند ته لېږدول شوي دي.