د بحران نړیواله ډله: امریکا دې په ''تدریجي'' ډول د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي
د بحران مخنیوي نړیواله څېړنیزه ټولنه وايي، داسې نه ښکاري چې اقتصادي فشار به د طالبانو تګلاره بدله کړې.
دا ټولنه وړاندیز کوي، چې واشنګټن باید په ''تدریجي '' ډول د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني خوشې کړې او لومړی قسط یې د ازمایښت په توګه ورکړي.
د دې ټولنې په رپوټ کې ویل شوي، په دې هېواد کې اقتصادي ضربه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان ملاتړ کوونکو هېوادونو له لوري د 'همکاري ردولو ' پایله ده.
رپوټ زیاتوي دا په داسې حال کې ده، چې همدې هېوادونو له لومړي سره هلته داسې حکومت ایجاد کړی و، چې ''په سختۍ سره پر مرستو متکي و. ''
''له بېړنیزو مرسته هاخوا په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي '' تر سرلیک لاندې رپوټ کې دا ټولنه وايي، اقتصادي بندیزونه به هغه افغانان ډېر زیانمن کړي، چې وار له مخه له سخت کړاو سره مخامخ دي.
په رپوټ کې راغلي:
''د افغان دولت نسکورېدل د لوېدیځو هېوادونو اعتبار ته زیان اړوي چې د ګډوډۍ په حال کې د پر شاتګ له کبله داغي شوی دی. ''
رپوټ کې زیاته شوې له افغانستان سره بېړنۍ مرسته بسنه نه کوي، بلکې هغه هېوادونه چې له طالبانو سره یې جګړه کړې، باید اوس پرېکړه وکړي، چې د افغان دولت له ړنګېدو او ټولیزې لوږې د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د روغتیا، پوهنې او لومړنیو خدمتونو برخه کې مرستې وکړي. ''
بحران ډله وايي:
''په افغانستان کې اقتصادي ضربه په لومړي سر کې د ۲۰۲۱ کال اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان ملاتړو هېوادونو له لوري د 'همکارۍ ردولو ' له کبله ده، او دا په داسې حال کې ده، چې دوی په لومړي سره کې، ان په ۲۰۰۱ کال یو داسې حکومت رامنځته کړ، چې په سختۍ یې پر مرستو تکیه درلوده. ''
رپوټ وايي، مرستندویه هېوادونو سملاسي د طالبانو له نوي رژیم سره له همکارۍ ډډه وکړه، او هغه پیسې یې بندې کړې، چې غیر نظامي کارکوونکو ته او یا د دولتي ادارو د لګښتونو لپاره ورکول کېدې.
دوی دغه راز د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې او اجازه یې ورکړه، چې له مخکې پر طالبانو لګول شوي بندیزونه پر افغانستان ولګېږي.
د دې څېړنیزې ټولنې په وینا د طالبانو تر کنټرول لاندې دولت سره تعامل کې چلن 'ظالمانه او خطرناک ' عواقب درلودای شي.
طالبانو حکومت له نړیوالو مالي ادارو غواړي چې دې ادارو کې د افغانستان کنګل شوې میلیاردونه ډالر دوی ته وسپاري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د مالیې وزارت چاراکي وايي، کنګل شوې پیسې د افغانستان شتمني ده، چې باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي.
څه باید وشي؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Twitter پای, 1
بحران ډله توصیه کوي چې باید د امریکا متحده ایالتونه او متحدین یې افغانستان ته د نغدو ډالرو لېږدولو لارې چارې ولټوي. د دې ډلې په رپوټ کې ویل شوي:
''متحده ایالتونه باید د افغانستان بانک لپاره په تدریجي ډول د کنګل شویو شتمنیو خوشي کېدو لړ کې شین څراغ وښيي او لومړی قسط یې د ناخوښو اغېزو څارنې په موخه خوشی کړی. ''
د رپوټ په ټکیو دې سره به افغانستان بانک وتوانېږي د افغانۍ ارزښت کې ټیکاو پر ځای وساتي، او دغه راز بازار ته نغد امریکايي ډالر لیلام کړي.
په رپوټ کې ویل شوي، که د امریکا حکومت دا چاره نه کوي، د نړیوال بانک تر څار لاندې مالي ادارې یا د ملګرو ملتونو یوه اداره ''د موقت حل لارې په توګه ' دا چاره کولای شي.
د بحران له نړیوالې ډلې سره خبرو کې طالبانو حکومت چارواکو ادعا کړې چې مخکیني حکومت مرکز بانک کې د نغدو پیسې زېرمې ''نژدې تشې کړې '' او په کابل کې د نغدو پېسو زېرمو نه درلودلو له کبله ''حیران پاتې و. ''