په تهران کې د افغان ګډوالو په اړه غونډه؛ ستونزو ته په حل لارو خبرې شوې

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتو، ایران، پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازو د ایران پلازمېنه تهران کې په یوه غونډه کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.

له افغانستانه په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشد ګډون کړی و.

په کابل کې د ملګرو ملتو د کډوالو چارو ادارې ویاند، پیټر کېسلر بي بي سي ته د دغې غونډې د موخې په اړه ویلي وو چې په دغه غونډه کې د پایېدونکو حل لارو پر عملي کېدو خبرې کېږي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي هم د ایران ملي رسنۍ ته ویلي چې تمه لري په افغانستان کې د خلکو د سیاسي ارادې پر بنسټ یو دولت رامنځته شي او خواره واره افغانان سره راټول کړی شي.

په ایران او پاکستان کې په ټولیز ډول شاوخوا شپږنیم میلیونه افغان کډوال اوسي. دا شمېر د تېر کال په اګست کې د افغان حکومت له ړنګېدو وروسته په چټکۍ لوړ شو.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتو د لومړنیو شمېرو له مخې، د تېر کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر ۵۰۰ زره پورې افغانان یوازې ایران ته تللي خو ایرانی حکومت دا شمېر یو میلیون ښيي.

پاکستان ته هم په دې موده کې شاوخوا ۲۵۰ زره نور افغانان ور کډوال شوي دي. د ایران په څېر هلته هم د امنیتي ځواکونو لخوا له افغانانو سره د ناوړه چلند ډېرېدو ته اندېښنې ښودل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين چې په دې وروستیو کې يې په ولسي غونډو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته له افغانانو سره د چارواکو پر چلند نیوکې کړې وايي په دې وروستیو کې د افغان کډوالو ستونزې ډېرې شوې.

ښاغلی پښتین د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې غواړي چې د دغو کډوالو بېړنیو ستونزو ته هم پام وکړي.

منظور پښتين

تازه له ایران سره پولې ته څېرمه د نیمروز ځايي چارواکو ویلي چې یوازې د دغه ولایت له لارې هره ورځ له ایرانه د افغان کډوالو له یوه تر شپږو مړي افغانستان ته وړل کېږي.

ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا کسان د بېلابېلو پېښو له امله مړه شوي وي. خو د هرات د اسلام کلا په ګډون له نورو لارو افغانستان ته د افغان کډوالو د تلونکو مړو کره شمېره څرګنده نه دی.

افغانستان ته بېرته د کډوالو او پناه غوښتونکو د اجباري ستنولو بهیر هم په وروستیو کې چټک شوی دی.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیا راستنېدونکو مشر تازه رسنیو ته ویلي چې هره میاشت له لس زرو ډېر کسان له ایران او ترکیې چې ډېری یې له ایرانه دي بېرته هېواد ته ورستنېږي.

که څه هم له نورو پولو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کره شمېره معلوم نه دی او دا کسان داسې هم دي چې په هېواد کې د بېکارۍ او شرایطو د سختوالي له امله بیا بیا کډوالیو ته هم اړ کېږي.