د حجاب جبري کېدو ته غبرګونونه؛ ګوتېرش: طالبان دې له افغان ښځو سره پر ژمنه ودرېږي

کندهار

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو لخوا افغانستان کې ښځو لپاره د حجاب جبري کېدو ته د غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د نړیوال اقتصادي‌ فورم مشر 'بورګه برندې' او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالي ایان مککېري هم د طالبانو دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر خپل ټویټر لیکلي چې "زه د طالبانو د نن ورځې اعلان چې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او یوازې د اړتیا پر مهال له کوره ووځي، اندیښمن کړی یم."

هغه همدا راز له طالبانو غوښتي چې "له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه عملي کړي."

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو په اړه د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري غبرګون کې تونده ژبه کارول شوې د طالبان دا ګام یې "ځپونکی او ظالمانه" بللی دی.

اغلې امیري پر خپل ټويټر لیکلي:‌ "طالبان د اقتصادي کړکېچ او ټولګډونه حکومت اړتیا ته د رسېدو د بدیل په توګه د ښځو او نجونو د ځپونکو سیاستونو تعقیبولو ته دوام ورکوي."

نوموړې زیاته کړې: "زه د دې ظالمانه ګامونو پای ته رسېدو،‌ د نجونو ښوونځیو بېرته پرانیستل کېدو، کار او د خپل ژوند بیا پیلولو ته د مېرمنو پرېښودلو لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو ملتیا کوم."

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالي ایان مککېري هم د اغلې امیري پوست ریټویټ کړی او لیکلي یې:‌

"په کلکه د دغو محدودونکو ګامونو د پای ته رسېدو ملاتړی یم، چې د افغان میرمنو او نجونو تحرک محدودوي او د کار او زدکړو حق ترې اخلي."‌

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 2

د نړیوال اقتصادي‌ فورم مشر "بورګه برندې" هم ویلي‌:‌ "درک کول یې ګران دي خو طالبانو نن د واک واګو له اخیستلو راوروسته د افغانستان پر مېرمنو تر ټولو سخت بندیزونه ولګول."

‌نوموړي زیاته کړې چې دا‌ ګام داسې مهال اخیستل شوی چې د ده په خبره "ښځې وار له مخې له دولتي‌ دندو او نجونې له ثانوي زدکړو راګرځول شوې دي."

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 3

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما، د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر افغان مېرمنو هم د حجاب جبري کېدو ته غبرګون ښودلی و.

یوناما یوه اعلامیه کې ویلي و په سملاسي ډول به "له واکمنو چارواکو (طالبانو) سره د ناستو غوښتنه وکړي ترڅو د دغې پریکړې د دريځ په اړه نوره روښانتيا ترلاسه کړي. یوناما به همدارنګه د نړیوالې ټولنې له غړو سره هم د دې پرېکړې د اغېزو په اړه سلا مشورې وکړي".

د بشري حقونو څار سازمان کې د افغانستان د برخې څېړونکې هیدر بار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و طالبان دوه موخې لري: "دوی غواړي "۱، نجونې او ښځې له عامه ژونده بې برخې کړي. ۲، ښځې او نجونې، د دوی له رضا پرته، د خپلو نارینه خپلوانو ملکیت او جایداد وګرځوي. په افغانستان کې چې دې قضیې ته نړۍ څه ډول غبرګون ښيي، دا به په ټوله نړۍ کې د مېرمنو پر حقونو اغېز ولري".

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي او د ملي ديموکراتيک غورځنګ ګوند مشر محسن دوړ ليکلي و، "په افغانستان کې طالبان د ښځو پر وړاندې چې لا له وړاندې له داسې خنډونو سره لاس او ګريوان دي چې د نړي په نورو برخو کې د تصور وړ نه دي، د جبري ګامونو اعلانولو او پلي کولو ته دوام ورکوي. افغان مېرمنې د نفوس نيمايي برخه جوړوي او په نښه کول يې د شرم وړ خبره ده".

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 4

يو شمېر افغان مېرمنو هم د طالبانو د دې پرېکړه اړه غبرګونونه څرګند کړې دي.

يوه مېرمن وايي،"حتی کله چې تاسو سعودي عربستان ته د حج لپاره ځئ نو تاسو اړتیا نلرئ چې خپل مخ پټ کړئ، انسان ازاد پيدا شوی هېڅوک حق نه لري چې د ښځو د جامو په اړه خبرې وکړي".

خو يو شمېر مېرمنې بيا د طالبانو د دې پرېکړې پلوي هم کوي.