ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې په عام محضر کې تورنو کسانو ته د سزا ورکول سملاسي ودروي

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو یوې ډلې کارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې خلکو ته د سزا په اړه بیان خپور کړی او له طالبانو يې غوښتي چې تورنو کسانو ته د سزا ورکول سملاسي پای ته ورسوي.

ملګرو متلونو د طالبانو له خوا عام محضر کې پلي کېدونکي سزا ګانې ربړونه، سختې او سپکوونکې بللي دي.

څو اوونۍ کېږي چې طالبانو د خپل مشر د لارښوونې سره سم د خلکو پر وړاندې تورنو کسانو ته د سزا ورکول پیل کړي. دې لړ کې تازه پېښه پرون غور ولایت کې رامنځته شوې چې د ښځو په ګډون ۱۲ تنو ته سزا ورکړل شوه.

له پیله دا کړنه د نړیوالو له غبرګون سره مخامخ وه، خو نن (جمعه ۱۶ ډسمبر) ملګرو ملتونو یوه بیان کې د طالبانو له چارسمبالي حکومته غوښتي چې سمدستي دا وړ سزاګانې پای ته ورسوي.

د بشري حقونو برخه کې د یاد سازمان کارپوهانو ویلي عام محضر کې په دورو وهل او اعدامول د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی، هغه اصول چې ربړونه، او نورې نا انساني او سختې سزاګانې منع کوي.

دې بیان کې د دولت په توګه د افغانستان مسؤولیتونو ته اشاره شوې ده او ویل شوي چې دا هېواد د سیاسي او مدني حقونو د نړیوال تړون، او ربړونې نا انساني، سپکوونکو او سختو سزاګانو د مخنیو د تړون غړی هېواد دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عکس: ارشيف

د ملګرو ملتونو دې ډله کارپوهانو ویلي د تورنو کسانو د محاکمې بهیر د روڼوالي په اړه هم دوی شکونه لري او ښکاري چې "دې بهیر کې د عادلانه محاکمې بنسټیز اصول نه دي مراعات شوي."

بیان زیاتوي د بشري حقونو نړیوال قانون د دا وړ سزاګانو پلي کول منع کوي.

ملګرو ملتونو ویلې دې ته په کتو د طالبانو له چارسمبالي حکومته غواړي چې فورا د اعدام سزا لغوه کړي او په دورو وهل، بدني سزاګانې چې ربړونه بلل کېږي او نورې سزاګانې او چلن چې ظالمانه، نا انساني او یا سپکوونکې بلل کېږي ، منع کړي."

دغه راز غوښتنه شوې چې د نړیوالو معیارونو له مخې عادلانه محاکمې ترسره کړي. ملګرو ملتونو ویلي په ټوله کې افراد د درناوي وړ دي.

د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي د ملګر ملتونو دې څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، "دا زموږ شرعي احکام دي، د ملګرو ملتونو په ګډون بهرني جهتونه بايد د افغانانو دين، عقايدو او اسلامي قوانينو ته درناوی ولري. کومې جزاګانې چې د اسلامي امارت له خوا تطبيقېږي هغه د اسلامي فقهې له احکامو سره سم تطبيقېږي."

له دې وړاندې هم طالبانو عام محضر کې په دورو د تورنو کسانو د وهلو او نورو سزاګانو پلي کولو په اړه د غبرګونو په ځواب کې ویلي چې دا د دوی په وینا اسلام ته نه درناوی دی.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نېکلاسون پر ټویټر یوه بیان کې ویلي وو دا سزاګانې د بشري حقونو برخه کې یو جدي شاتګ دی.

نوموړي ويلي وو اروپايي ټولنې له طالبانو څو ځله غوښتي چې اساسي قانون او حقوقي اډانه مشخصه او د نړیوالو مسؤولیتونو سره سم د قانونې اجرائاتو د ترسره کېدو ډاډ ورکړي. خو دی وايي دې برخو کې طالبانو عملي ګامونه نه دي اخستي.