ملګري ملتونه وايي، له اړمنو افغانانو سره یې د مرستې لپاره تېر کال اوږدو کې یو اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بسپنه ترلاسه کړې

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، د ژمي ساړه موسم د افغانانو ستونزې ډېرې کړې دي، ارشیف تصویر

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویاند وايي، تېر کال اوږدو کې یې اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره یو اعشاریه پنځه میلیارده ډالره راټول کړي دي. ملګري ملتونه په ورته مهال وايي، افغانان له یو سخت ژمي سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه د تېر کال مرستو په هکله یوه اعلامیه کې وايي، ''د تېر ۲۰۲۱ کال اوږدو کې مرستندویانو د دوو غوښتنو ځواب کې یو نیم میلیارد ډالره مرسته وکړه، چې په سپتمبر کې د عمومي منشي ۶۰۶ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنې ځواب کې د ۷۷۶ میلیونه ډالرو ورکړه او دغه راز د بشري مرستو یوې غوښتنې په ځواب کې د ۸۶۹ میلیونو ډالرو مرستې هم پکې شاملې دي. ''

بل لور د ملګروړ ملتونو د سر منشی ویاند سټیفن دوجاریک پرون سې شنبه په یوه خبري ناسته کې ویلي، په کومو شرایطو کې چې افغانان اوس ژوند کوي، د ژمي یخنی یې ستونزې لا پسې ډېر وي.

ښاغلی دوجاریک وايي، تېر دسمبر کې دوی او شریکانو یې ۷ میلیونو کسانو ته خوراکي توکي ویشلي او په ځینو سیمو کې د نقدي مرستو او د خوراکي توکو د ویش لړۍ هم روانه ده.

د طالبانو پر ادارې د نړیوالو بندیزونو تر څنګ کورونا وبا او وچکالۍ له وړاندې د افغانستان اقتصاد زیانمن کړی چې د نړیوالو ادارو په خبره له کبله يې د هېواد نیمایي وګړي پوره خوړو ته لاسرسی نه لري.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په نړیوالو مالي ادارو کې د افغانستان شتمنۍ او مرستو کنګل کېدو له کبله دغه هېواد کې بې روزګاري هم ډېره شوې.

د افغانانو ستونزو ته په کتو تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله پرېکړه وکړه چې هغو اړمنو افغانانو ته د مرستو لېږدولو اجازه ورکړي، خو داسې چې دغه مرستې د طالبانو لاس ته ونه لوېږی.

د ملګرو ملتونو مرستو همغږۍ ادارې یا 'اوچا ' د دې پرېکړې هرکلی کړی. بل لور ښاغلي دوجاریک وايي، له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو برخه کې ملګري ملتونه او شریکان یې له وخت سره په سیالۍ کې دي.