یونیسف: غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز اړمنې کورنۍ ستونزو سره مخ کړې

women

د عکس سرچینه، Getty Images

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان وايي، افغانستان کې د نا دولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د حکومت بندیزونو دغه هېواد کې هغه بې وزله مېرمنې چې کونډې دي او یا کورنۍ یې نارینه سرپرست نه لري، ډېرې اغېزمنې کړې.

دغه سازمان ویلي له دا ډول کورنیو سره د مرستې چاره سخته ټکنۍ شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف بیا وايي افغان ماشومانو کې روان ساړه ژمي د ساتنګۍ ناروغي په کمساري ډول خپره کړې.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیزه دا دی شاوخوا دوه میاشتي اوړي.

که څه هم په روغتیايي اډانه کې ځېنو ادارو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلې افغانې ښځینه کارکوونکې بیرته ور وغواړي خو له لویه سره د نا دولتي ادارو افغانې کارکوونکې لا هم پر کور ناستې او د طالبانو د بندیز له امله کار ته نشي تللی.

دغو ادارو تر ډېره پر ناورین د ورګډ افغانستان له بې وزلو وګړو سره د بشري مرستو رسونې بهیر کې کار کاوه.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې ویلي دغو بندیزونو د افغانستان لروبر کې هغو بې وزلو کورنیو ته د مرستو رسېدا سخته کړې چې کورنۍ کې نارینه سرپرست نه لري او یا کونډې دي.

Kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې د ژمي شپو ورځو پر مهال بې وزلو کورنیو نشو کولی مرستندویانو ته لاس رسی ومومي او دغه حالت د کورنیو ماشومان هم په ځانګړي ډول له بدې لوږې سره مخ کړي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان وايي، کونډې او یو وزرې میرمنې د مرسته رسوونکو له پامه غورځېدلې او نارینه کارکوونکو یې ستونزې نه دي درک کړې.

په رپوټ کې د سیما په نوم د یوې ۲۶ کلنې کونډې نکل شوی، چې دوه کاله وړاندې یې مېړه پر کووېډ-۱۹ ومړ.‌

دوی د کور بل نارینه سرپرست نه لري او وايي کله چې مرسته وېشونکو ته ورځي، ترې غوښتل کېږي چې د کور نارینه ور ولېږي.

هغې ویلي "څو واري مو هڅه وکړه. مرستې نارینه ویشي، موږ ته وايي یو سړی راواستوئ. موږ نه پرېږدي وايي ښځه یې، ډیر کوښښ مې وکړ نه پوهېږم مرسته څه ډول ترلاسه کړم."

سیما ویلي موږ نشو کولی خپل کړاو په سمه توګه نارینه ته واوروو، ښځینه کارکوونکې کولی شي په اسانۍ موږ ته غوږ شي او ستونزې مو واوري.

ټیک همدغه څه د ننګرهار د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکې ثنا ذهین هم بي بي سي ته وايي "ښځې نارینه سره ازاده نه شي غږېدلی - کولی شي ښځینه کارکوونکو ته د خپل کور حال ووايي کور ته یې د لیدو لپاره ور وغواړي."

Pakistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان په رپوټ کې کاږي، افغانستان کې د دوئ له نیمې ډېر کارکوونکي ښځینه دي، نو ځکه یې د طالبانو له بندیزونو وروسته خپلې چارې وځنډولې، که څه هم د روغتیا په برخه کې یې ځېنو فعالیتونو دوام موندلی.

طالبانو د مرستندویه ادارو او نا دولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیز د شریعت اډانه بللې او د نړیوالو د تند غبرګون په ځواب کې یې ویلي "بشري مرستې باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي."

د ملګرو ملتونو دوه جګپوړي چارواکي په دې ورستیو کې پلازمېنې کابل او کندهار ته له طالب مشرانو سره خبرو لپاره تللي وو چې پر ښځو د بندیزونو خبره یې د اجندا په سر کې وه.

دې برخه کې لا د طالبانو حکومت کومه نوې تګلاره مخې ته نه راغلې.

ملګري ملتونه وايي له ۲۸ میلیونو ډیر افغانان دا مهال په بشري ناورین کې دي او مرستو ته اړ دي. له نړیوالو مرستندویه هېوادونو غوښتل شوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره دې د ملګرو ملتونو له لوري د څلور اعشاریه شپږ میلیونو ډالرو غوښتل شوې مرستې ته مثبت ځواب ووايي.