ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنکړه

څوکۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو غوښتنه کړې وه چې عمومي اسمبلۍ د افغانستان څوکۍ دې دوی ته ورکړل شي

د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کومېټې چارشنبه پرېکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره افغان طالبانو ته نه ورکول کېږي.

په دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین،‌ سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل دي. ‌

دا په دې معنا ده چې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی به د اوس لپاره ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ساتي.

خو وسلوالو طالبانو تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د خپل سیاسي‌دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی دی.

د اې اېف پي خبري اژانس وایي، کومېټې دا نه دي ویلي چې پر دې موضوع به بیا څه وخت غور کوي او که دا یې وروستۍ پرېکړه ده.

که چېرته دا څوکۍ د طالبانو استازي ته ورکړل شوې وای نو دا به د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو په رسمیت پېژندلو پر لور لومړی او مهم ګام وای.

خو داسې ښکاري چې کومېټه کې شامل هېوادونه او د عمومي اسمبلۍ ځینې نور غړي لا هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته چمتو نه دي.

یاده دې وي چې د روسیې او چین په ګډون یو شمېر هېوادونه لا هم کابل کې فعال سفارتونه لري، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

"په رسمیت پېژندنه د فشار آله ده"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غلام اسحاقزی عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان استازولي کوي، خو طالبانو سهیل شاهین دې څوکۍ ته نومولی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیریش ویلي، د رسمیت پېژندلو موضوع د نړیوالې ټولنې لپاره یوازینۍ آله ده چې پر طالبانو د فشار لپاره یې کارولی شي.

نوموړی وایي، یوازې له همدې لارې طالبان دې ته هڅول کېدای شي چې ټولګډونی حکومت جوړ کړي او د بشري حقونو، په ځانګړې ته د ښځو د حقونو درناوی وکړي.

ښاغلي ګوتیریش څه موده وړاندې ویلي وو، طالبان د ملګرو ملتونو مرستې ته اړتیا لري، خو باید په بدل کې یې ځینې شرطونه ومني.

خو د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو نومول شوي استازي سهیل شاهین چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغانستان خلک حق لري چې یو خپلواکه هېواد ولري او د دې لپاره یې لسیزې مبارزه کړې.‌

نوموړي لیکلي، پکار نه ده چې افغانانو باندې بندیزونه ولګول شي او په ملګرو ملتونو کې له خپلې څوکۍ محروم پاتې شي.

عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان د څوکۍ پر موضوع داسې مهال پرېکړه کېږي چې دا هېواد له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی.

د افغانستان د دولت شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا کنګل شوې او طالبان ورته لاسرسی نه لري.

طالبانو، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره په سملاسي توګه د دې شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې.

خو امریکا او اروپایي ټولنې تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې، او ټینګار کوي چې له نورو لارو به افغانانو سره بشري‌ مرستې کوي.‌