د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د قرارداد په خپرولو ختمه شوه
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد نن یکشنبه د افغانستان وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان فوق العاده غونډه ختمه شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، په دې غونډه کې د دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او مرستیالانو، او همدا راز لسګونو نړیوالو پلاو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو په اخر کې یو ګډ قرارداد هم تصویب کړی، چې پکې افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي غوښتنه شوې او طالبانو ته هم ځینې سپارښتنې شوې دي.
په قرارداد کې راغلي چې یاد سازمان به د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکي او همدا راز له دې هېواد سره د بشري مرستو لپاره به یو مالي صندوق هم رامنځته کوي.
قرارداد کې له طالبانو غوښتنه شوې چې په حکومت نورو برخو کې د 'ټولشمولیت ' اصل ته پام وکړي او ښځو ته دې هم برابر حقونه او د ژوند ټولو برخو کې د فعالیت اجازه ورکړي.
په ګډ قرارداد کې راغلي چې افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید د دې هېواد کنګل شوې شتمنۍ ژر تر ژره خوشي شي.
همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان له سکرتر جنرال نه غوښتنه شوې چې د نړیوالو دیني عالمانو یوې ډلې ته دنده وسپاري چې له افغان چارواکو (طالبانو) سره د 'اعتدال او زغم ' په څېر پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.
د طالبانو او امریکایانو مخامخ خبرې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له غونډې وروسته خبري ناستې ته وویل، د افغان طالبانو او امریکا پلاو هم د غونډې په څنډو کې مخامخ خبرې وکړې او پر ګڼو موضوعاتو یې نظرونه سره شریک کړل.
نوموړي زیاته کړه، هیله لري چې د دې غونډې له برکته به افغان طالبان په دې لا ښه پوه شي چې نړیواله ټولنه له دوی نه څه ډول تمې لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ومنله چې دا مهال د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ فضا شته، خو هیله یې وښوده چې دې لړ کې به پرمختګ وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ په دې غونډه کې د خپل حکومت په استازیتوب ګډون کړی و.
د غونډې لومړۍ برخې ته، چې رسنیو ته خلاصه وه، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د کوربنو ته په توګه وینا وکړه.
لومړي وزیر عمران خان یادې غونډې ته خپله وینا کې پر امریکا غږ وکړ چې د طالبانو د حکومت موضوع دې د افغانستان وګړو له برخلیک جلا وساتي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر او همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال هم غونډې ته ویناوې درلودې.
ټولو ویناوالو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي او د سولې او ثبات د ټینګولو غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د افغانستان څوکۍ، چې ملي بیرغ یې هم مخې ته ایښی و، تشه پاتې وه او چا یې استازولي نه کوله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته په غونډه کې یوه جلا څوکۍ ورکړل شوې وه، او د کوم هېواد نوم یې بیرغ نه و ورسره.
د اسلامي همکاريو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو لپاره مرسته چمتو کړي
د بشري مرستو لپاره د اسلامي همکاريو سازمان مرستیال مشر طارق علي بخیت شنبه اسلام آباد کې د افغانستان په اړه د دې سازمان د غونډې په درشل کې د وینا پرمهال پر نړیوالې ټولنه غږ کړی چې افغانانو سره د بشري مرستو لپاره په بیړه لاس په کار شي. د نوموړي په وینا له څو لسیزو جګړو، نا امنیو او کړاو وروسته افغانان بشري مرستو او سولې ته جدي اړتیا لري. د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد به یکشنه د افغانستان بحران په هکله د اسلامي همکاریو سازمان 'او ای سي' د بهرنیو چارو وزیرانو درې ورځنۍ ځانګړې غونډې کوربتوب کوي.