پوتین: طالبان باید د خپل حکومت ټولګډونوالی باوري کړي

Vladimir Putin

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، ویلي چې طالبان باید د خپل حکومت ټولګډونوالی باوري کړي. هغه یوې خبري غونډې ته دا هم ویلي، چې مسکو به د طالبانو د حکومت د رسمیت-پېژندنې په تړاو له نړیوالې ټولنې سره په ګډه پرېکړه کوي.

ښاغلي پوتین له افغانستانه د نشه يي توکیو د قاچاقو او همداراز د منځنۍ اسیا هېوادو ته د امنیتي ګواښ په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

ولسمشر پوتین پرون پنجشنبه یوې غونډې ته وویل غواړي چې د روسیې او افغانستان اړیکي لا ښه لور ته پرمختګ وکړي.

د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په هکله ولسمشر پوتین یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، روسیه به په دې هکله له نړیوالې ټولنې سره په شریکه پرېکړه کوي.

هغه په یوه ډول خپل شرط داسې څرګند کړ، چې طالبان باید خپل حکومت ګڼ توکمه او پراخ بنسټه کړي. ښاغلي پوتین وویل:

''په عمومي صورت کې به له واقعیتونو پیل وکړو. واقعیت دا دی چې په افغانستان کې موجود قوت باید تیار وي چې د ټولو قومونو استازي د هېواد په مشرتابه کې ګډون ولري. ''

ښاغلي پوتین روسیې ته له افغانستانه د مخدره توکو قاچاق او د مرکزي اسیا هغو هېوادونو ته چې له روسیې سره پوله لري، په احتمالي ډول د اورپکو ننوتل د اندېښنې وړ مسایل وبلل:

''دا زموږ لپاره بې ارزښته خبره نه ده. موږ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پرانیستې پولي لرو. دې هېوادونو کې د اورپکو ډلو نفوذ زموږ لپاره د اندېښنې وړ او خطرناک دی. ''

ولسمشر پوتین په اوسنیو حالاتو کې له افغانانو سره د مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ او په بهرنیو بانکونو او په ځانګړي ډول په امریکايي بانکونو کې یې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ازادولو غوښتنه وکړه.

نوموړی وايي، ''باید په لومړي ګام کې هغه هېوادونه دا چاره تر سره کړي، چې د افغانستان او نړۍ اقتصاد ته یې زیان اړولی. هغوی چې شل کاله هلته و او د افغانستان اقتصاد یې ویجاړ کړ، دوی باید تر هر چا ډېره مرسته له افغانستان سره وکړي. ''

ولسمشر پوتین وايي، که داسې و نه شي، لوږه او قحطي به ناوړه پایلې ولري، چې په وینا یې پر ګاونډیو هېوادونو یې هم اغېز کېدای شي.