له بي بي سي سره د غني خبرو ته د خلیلزاد غبرګون: که هغه ډار شوی و، باید له امریکا یې مرسته غوښتې وای

خلیلزاد

د عکس سرچینه، EPA

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحدو ایالتونو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، هیچا فکر نه کاوه، چې افغانستان به دومره ژر د طالبانو کنټرول ته ورشي.

ښاغلی خلیلزاد وايي، دی حیران و، چې افغان امنیتي ځواکونه چې ''شمېر یې کافي و او د امریکا ملاتړ هم ورسره و، ولې جدي مقاومت نه کوي، ځکه موږ لا هم د دوی د ملاتړ لپاره اقدامات کول. ''

ښاغلي خلیلزاد د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغو څرګندونو په ځواب کې چې له بي بي سي سره وروستۍ مرکه کې یې وویل، که په کابل کې پاتې شوی وای، وژل شوی به و، وویل:

''که هغه رښتیا واقعي وېره درلوده، نو باید له موږ یې مرسته غوښتې وای، او ښايي په نظر کې نیول شوې وای، چې و یې نه غوښته. ''

ښاغلي خلیلزاد هغې پوښتنې ته چې ایا په بېړه د کابل سقوط په هکله وړاندوینه نه کول د امریکايي استخباراتو ناکامي نه ثابتوي؟ ښاغلی خلیلزاد وايي:

''تر هر څه دمخه دا ناکامي د افغان مشترتابه اړوند ده، هېچا تصور نه کاوه، چې ولسمشر غني تښتي... هو، دا یوه وړاندوینه مو نه وه کړې. ''

ښاغلی خلیلزاد وايي، هوکړه داسې شوې وه، چې د اکست پر ۱۵ مه به طالبان کابل ته نه ننوځي او د ''لویې جرګې له لارې '' به په سوله ییز ډول واک انتقالېږي.

د نوموړي په وینا د ښاغلي غني تمرکز په واک کې پر پاتې کېدو ورټول و.

له دې مخکې محمد اشرف غني په خپله لومړنۍ رسنیزه مرکه کې وویل، له هېواده د وتلو پرېکړه یې ناڅاپي وه او او له هغه وروسته وشوه چې امنيتي ځواک یې په ارګ کې ورته وویل، د ده او کابل ښار د امنیت ساتنې وړتیا یې له لاسه ورکړې ده.

د بي بي سي راډیو ۴ لپاره د بریتانیا له پخواني لوی درستیز سر نېک کارتر سره مرکه کې ښاغلي غني وویل، د ولسمشر په توګه یې یوازینۍ تېروتنه پر امریکا او نورو نړیوالو ملګرو باور کول و.

ښاغلي غني وویل، موږ ته یې ډاډ راکړی و، چې حقاني شبکې ویلي، وسله وال یې کابل ته نه ننوځي، خو دوه ساعته وروسته وضعیت بدل شوی و.

محمد اشرف غني په دې ځانګړو خبرو کې همدا راز ویلي، د افغان سولې بهیر او د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې افغان حکومت په بشپړ ډول له صحنې ایستل شوی و.

ښاغلي غني ویلي، د افغان سولې لپاره امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد مخامخ طالبانو سره خبرو ته کېناست او له همدې کبله د افغان سولې بهیر د افغانانو مسله پاتې نشوه، بلکې د امریکا په مسله بدله شوه.