غني : افغانان د تاریخ یو خطرناک پړاو ته داخل شوي، که ځانځاني وکړو ټول غرقېږو

غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، افغانان د یو ملت په توګه د تاریخ له یو خورا خطرناک پړاو تېرېږي او په اوسنیو شرایطو کې ملي اجماع او د یو بل منلو ته سخته اړتیا لري.

نوموړي د کوچني اختر په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې ویلي، له ملي اجماع پرته له اوسني وضعیته د وتلو بله لاره نشته.

ښاغلي غني پرته له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي ویلي، تر څو چې د واک پر انحصار باندېټینګار کېږي نو وضعیت به تر دې هم خرابېږي.

هغه ټینګار کړی چې هېڅوک افغانان په زور نه شي قانع کولی او دې ته اړتیا ده چې ټول یو بل سره وغږېږي او داسې لاره پیدا کړي چې د یو ازاد او سوکاله افغانستان هدف ته پرې ورسېږي.

ښاغلي غني خپله غږیزه وینا کې چې د ده پر فېسبوک پاڼه خپره شوې ویلي: "قدرت د خدمت وسیله ده. څوک چې نورو ته څاه کیندي، خپله ور لوېږي. افغانان په یووالي له هر ډول ستونزو وتلي دي، خو کله یې چې غرور کړی دی او یو بل مو نه دي منلي، نظامونه نسکور شوي‌دي. که په ځانځاني ډول اقدام وکړو نو خدای مه کړه ټول غرقېږو، خو که په ګډه مخکې لاړ شو نو رڼا ته رسېدلی شو".

د غني د وینا نور مهم ټکي څه وو؟

پخواني ولسمشر خپله وینا کې افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زدکړې وضعیت ته هم اشاره کړې او تینګار یې کړی چې باید دې برخه کې د نورو هېوادونو له تجربو زدکړه وشي.

نوموړي وویل: "باید پوه شو چې د نورو مزدوران کېږو او که ورسره ځان سیالوو. سیاست په لافو وهلو نه کېږي.

ښاغلي غني همدا راز زیاته کړې، افغانان باید ټولو ګاونډیو او د اسیا نورو هېوادونو سره پر دوه اړخیزو ګټورو اړیکو نتیجې ته ورسېږي.

د هغه په وینا بشري مرستې اوږدمهاله حل نه دی او په دې کې هېڅ ویاړ نشته چې میلیلونونه افغانان بې وزله دي او ډوډۍ نه لري. اوږدمهال کې باید پر خپلو پښو ودرېږو او باید له خپلو طبعي سرچینو سمه ګټه واخلو.

محمد اشرف غني ویلي، په دې پوهېږي چې هېواد کې د ناهیلۍ فضا خوره ده او ګڼ شمېر خلک غواړي له افغانستان ووځي، خو نوموړي پر خلکو غږ کړی چې باید نهیلي نشي او په یووالي سره د اوسنیو ستونزو حل لاره پیدا کړي.

مخکېنی ولسمشر محمد اشرف‌ غني دا خبرې داسې مهال کوي چې له څو ورځو راهیسې يې په اړه ګنګوسې وې چې ګواکې بېرته افغانستان ته ستنېږي. خو ښاغلي غني‌ ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته نن دا اوازې "بې بنسټه" وبللې.

له هغه راهیسې چې ښاغلی غني له افغانستانه وتلی، دا درېیم ځل دی چې له خپلې فېسبوک پاڼې افغانانو ته خپل پیغام رسوي.

څه موده مخکې یې د نوي لمریز کال د پیلېدو په مناسبت هم یو پیغام خپور کړی و. ویلي‌ یې وو، چې په افغانستان کې جګړه درېدلې،‌ خو تلپاتې سوله نه ده راغلې او هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ دی.‌

نوموړي په دې وینا کې له اوسنیو ستونزو د راوتلو لپاره د 'ملي بحث' پیلولو وړاندیز هم کړی و، او د دې بحث لپاره یې د ۷ ټکو یوه اجنډا هم اعلان کړې وه.

د یوینا په یوه برخه کې یې ویلي وو، "‌که افغانان د پخوانیو څلوېښتو کالو غلط تصامیم او تګلارې تکرار کړي نو ۲۱مه پېړۍ کې به د بشري مرستو مستعمره او د پردیو د جګړې ډګر وګرځي".

محمد اشرف غني د تېر کال اګست میاشت کې پر کابل د طالبانو د واکمنېدو پر ورځ له هېواده ووت او دا مهال په متحده عربي‌ اماراتو کې مېشت دی.

د یادولو ده چې ښاغلي غني د اګست پر ۱۸مه یاني کابل ته د طالبانو د ننوتلو پر درېیمه ورځ هم له خپلې فېسبوکپاڼې په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي وو چې له هېواده وتلو ته اړایستل شوی، خو په وینا یې 'د تېښتې او جلا وطنۍ قصد نه لري ' او هېواد ته د ستنېدو لپاره په سلا مشورو بوخت دی.

په پيغام کې یې همدا راز ویلي وو چې له هېواده د وتلو تر مهاله یې له طالبانو سره د یو ټولشموله حکومت جوړیدو او د واک سوله ییز لېږد لپاره کار کاوه، خو په وینا یې د یوې دسیسې له کبله اړ کړل شو چې هېواد پرېږدي.