ګوتېرېش: 'افغانستان کې د یوناما پر ښځینه کارمنانو بندیز به اړمنو افغانانو ته زموږ پر مرستو اغېز وکړي'

انتونیو ګوتېرېش

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، په ننګرهار ولایت کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیول شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، د افغانستان ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د کار بندیز په سختو ټکو غندي.

نوموړي پر ټویټر لیکلي، که له دې کاره لاس وانخیستل شي، دا به اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو وړاندې کولو وړتیا کمزورې کړي.

بله خوا، یوناما په دې پیغام کې ویلي، له دې کبله ''سخت اندېښمن '' دي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر وايي، پر طالبانو غږ کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان مرکزونه له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولای فعالیت وکړي او خپلې هغه مرستندویه چارې روانې وساتي چې د ژوند ژغورلو لامل کېږي.

بل لور رویټرز خبري اژانس په ملګرو ملتونو سازمان کې د سرچینو له قوله ویلي، یاد سازمان له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتي چې د امنیتي دلايلو له کبله تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې خپلو کاري دفترونو ته له تلو ډډه وکړي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

ملګري ملتونو وايي، د خپلو ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوي لړ کې به د طالبانو له مسوولینو سره خبرې وکړي.

خلیلزاد: طالبان دې د دوحې خبرو کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یوناما پر ښځینه کارمنانو د کار بندیز په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځینه کارمنانو د کار بندیز په اړه د طالبانو دا پرېکړه غلطه ده.

ده پر ټویټر لیکلي: "دا به احتمالاً د خلکو کړاو لا پسې ډېر کړي او د نړیوالې مرستې کمېدو ته له ښايي لار هواره کړي.

خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې ویلي، دا پرېکړه ارومرو د افغانستان د ګټو لپاره له طالبانو سره د نړیوالو تعاملاتو پېچلتیا ته لاره هواروي. افغان ښځې تعلیم او کار ته لا ینفک حقونه لري. دا حقونه په اسلام او نړیوالو کنوانسیونونو کې پېژندل شوي دي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 2

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دا پخوانی مرکچي وايي، طالب مشرانو دغو حقونو ته قطر کې په عامو او خصوصي ناستو کې خپله ژمنتیا ښودلې وه.‌ دوی باید د افغانانو پخاطر پر خپلو ژمنو وفا وکړي.‌

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې طالبانو څو میاشتې مخکې د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د فعالیت بندیز ولګاوه.

د نړیوالې ټولنې له پراخو نیوکو او دغه راز کابل ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړو چارواکو له سفرونو وروسته بیا په یو شمېر ادارو کې چې د ښځینه کارکوونکو فعالیت په کې بسنټیزه اړتیا وه، یو شمېر ښځینه کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

یوناما

د عکس سرچینه، Getty Images

یوناما له دې مخکې د تېر کال سپتمبر کې ویلي و، د طالب چارواکو لخوا د دوی له ښځینه کارکوونکو سره د بد چلن پېښې زیاتې شوې دي او ملګري ملتونه په دې اړه جدي اندېښنه لري.

هغه مهال د یوناما په یوه اعلامیه کې یوې پېښې ته هم اشاره شوې وه چې پکې ویل شوي و، د ملګرو ملتونو درې تنه ښځینه کارکوونکې د طالبانو د امنیتي کسانو لخوا په موقت ډول ونیولې شوې او پوښتنې ګروېږنې ترې شوې وې.

په هغه اعلامیه کې نه وه روښانه شوې چې پېښه د افغانستان په کومه برخه کې شوې او لامل یې څه و.

د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي هغه مهال رسنيو ته په استول شوي پيغام کې ويلي، "د ملګرو ملتونو اړوند کومه ښځينه کارکوونکې نه ده ځورول شوې او نه هم توقيف شوې ده."