د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې
د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې. دغه غونډه وروسته له هغه د جاپان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه راوبلل شوه، چې ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې د دې سازمان په اړوندو ادارو کې د ښځو د فعالیت مخنیوی شوی.
تر اوسه لاد دغې غونډې جزییات او پایلې نه دې راوتلي، خو مخکې ویل شوي و، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقونو ځانګړی رپورټر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما مشره روزه اوتنبایوا به غونډه کې خبرې کوي.
له دې مخکې وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې وویل، په ننګرهار ولایت کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیول شوې ده.
یوناما د دې پرېکړې له کبله ''ژوره اندېښنه '' څرګنده کړه او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په دې هکله وویل، د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د کار بندیز په سختو ټکو غندي.
نوموړي پر ټویټر لیکلي و، که له دې کاره لاس وانخیستل شي، دا به اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو وړاندې کولو وړتیا کمزورې کړي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر وايي، پر طالبانو غږ کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان مرکزونه له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولای فعالیت وکړي او خپلې هغه مرستندویه چارې روانې وساتي چې د ژوند ژغورلو لامل کېږي.
په ورته مهال د اسلامي همکاریو سازمان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو فعالیت مخنیوي په تړاو ژوره خواشینې څرګنده کړې ده.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې پر خپلې دغې پرېکړې چې دوی وايي، د منلو وړ نه ده، له سره غوره وکړي او نارینه او ښځینه افغانانو ته اجازه ورکړي، چې تر څو لسیزو جګړو او تاوتریخوالي وروسته د خپل هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.