د امریکا استازې: که طالبان د نړۍ غوښتنې و نه مني، په رسمیت نه پېژندل کېږي

رینا امیري

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، دا ډېره مایوسونکې او خورا حیرانونکې ده چې طالبانو له خپلو ژمنو سره سره بیا هم د نجونو د ښوونځيو د بندولو پرېکړه کړې.

دغه امریکایۍ استازې دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د نجونو پر ښوونځیو د بندیز ۲۰۰ ورځې نن (سه شنبه) پوره شوې.

اغلې رینا د ترکیې ار ټي خبري شبکې سره خبرو کې وویل اوس په افغانستان او نړۍ کې د طالبانو لپاره د ازمېښت یو اړین پړاو دی.

رینا امیري وايي، د نجونو د ښوونځيو د بیا پرانیستلو مسله د طالبانو تر منځ هم د اختلافاتو د رامنځته کېدو لامل شوې.

هغې همدا راز ویلي" طالبانو کې داسې کسان شته چې افغانستان ته په هغه سترګه نه ګوري لکه څرنګه چې دی. د دوی په ذهنونو کې د افغانستان غير واقعي تصویر دی. داسې افغانستان چې د اسلام د افسانوي مفکوري پر بنسټ ولاړ وي."

نوموړې همدار راز ویلي"هغه اسلام چې اسلامي نړۍ سره په ټکر کې دی او له اکثرو مسلمانو هېوادونو له کړنو سره هیڅ ډول همغږي نه لري، زما په اند د دې ډلې تر منځ تاوتریخوالی موجود دی، که دوی په همدې ډول خپلې سخت دریځۍ ته دوام ورکړي غورځنګ یې وېشل کېدای شي او افغانستان له ماتې سره مخامخوي"

د افغانستان د ښځو او د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې همدا راز طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د نړیوالو شرایطو په پام کې نه نیولو سره دې، د بندیزونو د لرې کېدو او په رسمیت پېژندلو تمه نه کوي.

نوموړي وايي په نړیوال شرایطو کې ښوونځیو ته د نجونو تګ او ښځو ته د کار کولو حق هم شامل دي.

د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوه سوه ورځې وشوې خو لا یې هم د پرانیستو په تړاو پرېکړه نه ده شوې.

د ښوونځي زده کوونکي

د عکس سرچینه، Getty Images

د وري پر دریېمه ورځ د ښوونځیو له پیل دوه ساعته وړاندې اعلان وشو چې د طالبانو مشرتابه پریکړه کړې چې د حجاب مسلې تر نهایي کیدو پورې دې له شپږم پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلې پاتې شي.

دې کار نه یوازې دا چې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راوپارول، بلکې پخپله د طالبانو په منځ کې یې هم اختلافات زیات کړي.

په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې یو شمېر دیني عالمان له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو پر ملاتړ ناستې هم کړي دي او له طالبانو مشرتابه نه یې په یوه لیک کې د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې.

د طالبانو د پوهنې وزارت بي بي سي پښتو ته ویلي، د مشرتابه پرېکړې ته یې په تمه دي او د ښوونځیو د پرانیستو لپاره چمتوالی لري. خو مالومه نه ده چې مشرتابه به یې کله د پرانیستو پرېکړه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په تېرو ۲۰۰ ورځو کې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل ټکان ورکوونکي بللي او ویلي یې دي، چې په "نړۍ کې یوازینی رژیم [د طالبانو حکومت] دی چې د نجونو د زده کړو مخنیوی کوي."