افغانستان کې اختر؛ یوناما افغانانو سره د "اوږدمهاله سولې" هڅو کې د ملاتړ ژمنه کړې

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

عکس له ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې "له افغانانو سره ثبات، اوږدمهاله سولې او ټولو ل‍پاره د یوې سوکاله راتلونکې په هڅو کې" ملاتړ او ملګرتیا کوي.

یوناما دا پیغام افغانستان کې د کوچني اختر په مناسبت خپور کړی او افغانانو ته یې پکې د اختر مبارکي هم ویلې ده.

له دې سره هممهاله افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالي ایان مککېري هم افغانانو او د نړۍ نورو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 2

د یادونې ده چې افغانستان کې د طالبانو حکومت نن یکشنبه اختر اعلان کړی، خو سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، قطر، عراق، کویت، بحرین، فلسطین، سوریې، یمن، لبنان، مصر، سودان، ترکیې او ګڼو نورو اسلامي هېوادونو کې بیا نن ۳۰مه روژه او سبا دوشنبه اختر دی.

د طالبانو سترې محکمې پر فېسبوک پاڼه لیکي "د افغانستان په فراه، غزني، کندهار او غور ولايتونو کې ۲۷ کسانو د شوال مياشت ليدلي او اړونده محاکمو ته يې د مياشتې ليدو شاهدي وړاندې کړې ده."

افغانستان تر دې وړاندې معمولآ له سعودي سره روژه او اختر کاوه. خو طالبانو له بيا واکمنېدو سره خپل لومړی اختر له سعودي يوه ورځ مخکې اعلان کړ.

د طالبانو رحکومت ئیس الوزار ملا محمد حسن اخند د اختر د لمانځه پر مهال د خپلې مبارکۍ پیغام کې وویل چې نړۍ سره پر کړو ژمنو ولاړ دي.

هغه پر افغانستان لګیدلي بندیزونه د دغه هېواد چارو کې لاسوهنه او هلته د اوسني خراب اقتصادي وضعیت اصلي لامل وباله.

ملا حسن

د عکس سرچینه، Arg

د طالبانو د حکومت لومړي وزیر د روژې میاشت او اختر په مناسبت د ۱۱۶ بندیانو د خوشې کېدو فرمان هم ورکړی.‌

خو دې فرمان کې دا نه دي ویل شوي چې دغه کسان څوک دي او په څه جرم نیول شوي وو.‌

همدا راز د طالبان حکومت د کورنیو چارو وزارت پر ټویټرپاڼه خپور شوي د اختر پیغام کې د سرپرست وزیر سراج الدین حقان‍ي له خولې له طالب وسله والو غوښتل شوي‌ چې "خلکو ته د مینې او ورورګلوۍ غېږې" پرانېزي او ټولو سره په مینه او مهربانۍ چلن وکړي.

هغه همدا راز د مخکنی حکومت کسانو ته د عمومي بښنې له فرمان سرغړونو ته په اشارې ویلي‌ د هغو کسانو دوسیې د تکمیلېدو په حال کې دي‌ چې دغه فرمان یې نقض کړی دی.

خو نوموړي د دغو کسانو شمېر کم بللی.‌

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 3

د یادونې ده چې د بشري حقونو اړوند سازمانونه وايي‌ د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د مخکني‌ حکومت سلګونه کارکوونکي،‌ په ځانګړې توګه د تېر حکومت پوځیان او د نورو امنیتي ‌ادارو کارکوونکي وژل شوي دي.‌

خو طالبانو دغه رپوټونه رد کړي او وايي یوازې ښايي محدود شمېر کسان د شخصي دښمنیو له مخې وژل شوي وي‌، دوی یې د وژونکو د نیولو هڅه کوي، او دې لړ کې ځینې کسان نیول شوي هم دي.‌