د تاشکند غونډه ختمه شوه؛ طالبان یې بریالۍ بولي، نړیوالو پخواني شرطونه تکرار کړل

تاشکند غونډه

د افغانستان په هکله د ازبکستان په تاشکند کې یو ورځنی نړیوال کنفرانس د کوربه هېواد ازبکستان له لوري د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته رسېدلی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو له سرپرست حکومته د نړیوالې ټولنې مهمه غوښتنه دا وه، چې افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې په پراخه کچه د خلکو استازولي وکړي.

د ازبکستان د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ښځو حقونو ته دې ته پام وکړل شي او ټولو افغانو نجونو ته دې حق ورکړي چې زدکړو ته لاسرسی ولري.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې همدا "په افغانستان کې د ملي روغې جوړې بهیر بشپړتیا لړ کې بنسټیز شرطونه دي."

د اعلامیې په ټکو، دا نړیوال کنفرانس یوازې پر سیاسي بیانونو متمرکز نه دی، بلکې د سولې پر ټینګښت، ثبات او پر داسې اقتصادي بیا رغاونه یې پام ورټول و، چې ټولو افغانانو ته، د افغانستان ګاونډیانو او ټولې نړیوالې ټولنې ته یې ګټه ورسېږي.

د اروپایي ټولنې استازي سخت دریځ

توماس

د عکس سرچینه، TALIBAN

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استاز توماس نکلاسن چې د تاشکند په غونډه کې یې ګډون کړی و، په یو لړ ټویټر پیغامونو کې ویلي، غونډه کې یې دې حقیقت ته اشاره کړې چې افغانستان کې دا مهال یو په رسمیت منل شوی حکومت نشته.

نوموړی وایي، په افغانستان کې یو داسې ټولشموله حکومت ته اړتیا ده چې ټولې ښځې او سړي، سیاسي، توکمي او مذهبي ډلې پکې ونډه ولري.

ښاغلي نکلاسن په خپل پیغام کې همدا راز ویلي، د افغانستان اقتصادي ستونزو هواري لپاره مهمه ده، چې طالبان په بودیجه کې شفافیت رامنځته کړي.

خو دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، یاده ناسته ګټوره وه او ګڼو برخو کې 'مثبت پرمختګونه شوي دي'.

ښاغلي متقي د غونډې په پای کې وویل: "زه تاسې ته ډاډ درکوم چې موږ تاسې به مثبت تعامل ولرو، موږ له دې کنفرانسه خوشحاله یو، ستاسې نظرونه موږ له ځان سره یاداشت کړي دي، له خپلو مشرانو سره به یې شریک کړو، کوم اصلاحات چې راغلي دي، هغه به دوام کوي او د نیمګړتیاوو سمولو لپاره به کار روان وي".

امیر خان متقي

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه کنفرانس کې د امریکا، بریتانیا او اروپايي ټولنې په ګډون د نژدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه. د افغانستان له اړخه دې کنفرانس ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوی ورغلی و.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند یوسف قابلجانوف مخکې رسنیو ته ویلي وو چې د دغه کنفرانس موخه "د نړیوالې ټولنې د شرایطو پوره کولو لپاره د افغانستان له نویو چارواکو سره د اغېزمنو خبرو پیلول دي."

تاشکند کنفرانس د ازبکستان ولسمشر په نوښت واک ته د طالبانو له رسېدو نژدې یو کال وروسته لومړنۍ نړیواله غونډه وه، چې د افغانستان په هکله جوړه شوه.