کرن ډېکر: په افغانستان کې د امریکا حضور نشتوالی په دې مانا نه دی، چې امریکا هلته ښکېله نه ده

تاجکستان غونډه
د عکس تشریح، د هرات امنيتي خبرې په نامه د کنفرانسونو د لړۍ سږنۍ دوه ورځنۍ غونډه لومړنۍ هغه وه چې د هرات پر ځای تاجکستان کې وشوه.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرسته کرن ډېکر وايي، په افغانستان کې د امریکا د حضور نشتوالی په دې مانا نه دی، چې امریکا هلته ښکېله نه ده.

هغې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات د امنيتي خبرو په نامه کنفرانس کې د وینا پر مهال تېر یو کال له درد او کړاوه ډک بللی، خو ویلي یې دي، چې د افغانانو د مرستې لپاره د نویو وسایلو او لارو په لټه کې دي.

دغې غونډې ته په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي توماس نېکلسن ویلي، چې که طالبان د افغانستان له خلکو، نړیوالې ټولنې او په دوه اړخیز ډول له نورو لوریو سره پر کړیو ژمنو عمل ونه کړي، نو دوی ته به جدي پایلې ولري.

نوموړي وویل: ''که طالبان پر خپلو وجایبو عمل نه کوي، نو پایلې به یې څه وي؟ زه یې د حساب ورکولو په هماغو دریو سرچینو وېشم. لومړی دا یوه پوښتنه ده، چې د افغانستان خلک به څه ډول غبرګون وښيي، موږ په افغانستان کې دننه ځینې جرائت مندانه غبرګونونه، غوښتنې او لاریونونه ولیدل او له افغانستانه بهر د افغانانو اراده چې ورسره همغږي دي.

د ښاغلي نېکلسن په وینا دویم دوه اړخیزې ژمنې دي، چې دا تر ډېره د اړوندو هېوادونو مسوولیت دی چې په رسمي او نارسمي ډول ښکېل دي، چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي، چې دا د خبرو، پیغامونو او دوی ته د ورکول کېدونکي ملاتړ له لارې شونې ده. ''

توماس

د عکس سرچینه، TALIBAN

د عکس تشریح، توماس نېکلسن وايي، که طالبان پر کړیو ژمنو عمل ونه کړي، نو دوی ته به جدي پایلې ولري.

نوموړي زیاته کړه: ''په نړیوالو پایلو کې نړیواله جنایي محکمه شته، د بشري حقونو د سرغړوونو اړوند پر ممکنه بندیزونو بحث کېدای شي، او دا چې ایا د ځواب ویلو لپاره د اړایستلو لپاره نورو ځانګړو مشخصو میکانیزمونو ته اړتیا شته او که نه. ''

د طالبانو کوم استازي په دغه غونډه کې ګډون نه و کړی او نه یې هم هلته شوو بحثونو ته لا کوم غبرګون ښودلی.

د هرات امنيتي خبرې په نامه د کنفرانسونو د لړۍ سږنۍ دوه ورځنۍ غونډه پرون پای ته ورسېده.

دغې غونډې ته د افغانستان پر ځینو پخوانیو چارواکو او کارپوهانو سربېره له پاکستانه هم ځینې پخواني او اوسني سیاسيون او د نورو هېوادونو ځینې ديپلوماتان او خپلواک څېړونکي هم وربلل شوي وو.

د کنفرانسونو دا لړۍ د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتوت نادولتي بنسټ له ۲۰۱۲ کال راهیسې جوړوي، چې سږ یې لومړنۍ غونډه وه، چې د هرات ښار پر ځای د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه.