اروپايي پارلمان پر طالبانو غږ کړی چې د افغان ښځو حقونو برخه کې کړې ژمنې عملي کړي

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اروپايي پارلمان مشرې ربریتا مېټ سولا په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه (ارشیف تصویر)

د اروپايي پارلمان په غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې پر طالب واکمنو غږ وشو چې د ښځو حقونو ته درناوي وکړي او هغه ژمنې عملي کړې چې د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې یې کړې دي.

د دې پارلمان مشرې وویل له هغه مهال راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه په شاه تمبول شوي دي. په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې ویلي، هغه افغان میرمنې چې په افغانستان کې د خپلو حقونو غوښتنه کوي، افغانستان نه ګواښي بلکې د طالب چارواکو لخوا د افغان ښځو او فعالانو بې ځایه نیونې د دې هېواد ثبات تر سیورې لاندې راولي.

هغې او د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر د ښځو د حقونو د افغان فعالې ظریفه یعقوبي او د هغې د همکارانو د خوشي کولو غوښتنه هم کړې ده. نوموړې د روانې میاشتې په لومړیو کې په کابل کې له خپلو څو تنو همکارنو سره یوځای ونیول شوه خو طالب چارواکي د هغې د نیولو په اړه څه نه وايي.

د اروپايي پارلمان اویایمې غوندې ته په خپلې پرانستونکې وینا کې د دې پارلمان مشرې ربریتا مېټ سولا په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه او ویې ویل سره له دې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو ژمنې شوې وې خو د طالبانو له راتګ سره د ښځو د حقونو په برخه کې د کلنو پرمختګ په شاتګ بدل شو.

آغلې مېټ سولا زیاته کړه چې اروپايي پارلمان د افغانستان واکمنو ته نه بلکې خلکو ته ژمن دی او تر هغه چې افغان ښځو ته په ټولنه کې د هغوی ځای او حقونه نه وي ورکړل شوي دا پارلمان به په دوامداره توګه د هغو افغان مېرمنو غږ پورته کوي چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

نوموړې وايي: ''د کابل له سقوط نه ۱۵ میاشتې وروسته هم په ډېرېدونکي ډول ښځې له ټولنیز ژونده ایستل کېږي او عامه ځایونو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي. سره له دې چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب ژمنې شوې وې، په دې برخه کې د کلنو پرمختګ بېرته په شاه وتمبول شو. اروپايي پارلمان د افغانستان واکمنو ته نه بلکې خلکو ته ژمن دی. طالبان غواړي چې ښځې په کور کېني، خو موږ غواړو چې ښځې پرمختګ وکړي، تر هغه چې افغان ښځو ته په ټولنه کې د هغوی مناسب ځای نه وي ورکړل شوی موږ به د هغوی غږ بدرګه کوو.''

آغلې مېټ سولا زیاته کړه چې په افغانستان کې ښځې له یو ناڅرګند راتلونکي سره مخامخې دي، حقونه یې ګواښل کېږي او ژوند یې په ټپه درېدلی دی.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

له دې مخکې د بښنې نړیوال سازمان هم په کابل کې د دریو افغان ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالب چارواکو یې غوښتنه کړې چې دغه ښځینه فعالانې بې له ځنډه خوشي کړي.

په همدې حال کې په قطر کې مېشته د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسبمالې کرن ډېکر هم په یوه ټویټ کې ویلي هغه افغان میرمنې چې په افغانستان کې د خپلو حقونو غوښتنه کوي افغانستان نه ګواښي بلکې د طالب چارواکو لخوا د افغان ښځو او فعالانو بې ځایه نیونې د دې هېواد ثبات تر سیورې لاندې راولي او بې له شکه چې دا نیونې سوله ییزې نه دي. اغلې ډېکر دغه راز د ښځو د حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارډ بېنټ هم په یوه ټویټ کې په عاجله توګه د آغلې یعقوبي او د هغې د څلور همکارانو د خوشي کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې افغانان سوله ییزو غونډو او خپل نظر څرګندولو حق لري.

نوموړي له طالبانو چارواکو غوښتنه کړې چې د افغانانو دې حق ته درناوی وکړي. د یادونې ده چې د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي د نومبر میاشتې په دریمه نېټه د کابل په لویدیځه څنډه دشت برچي کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال ونیول شوه.

ظریفه یعقوبي غوښتل یوه خبري غونډه کې د مساوي حقونو لپاره د افغان ښځو د غورځنګ اعلان وکړي. د اغلې یعقوبي همکارانو بي بي سي ته ویلي د طالبانو د استخباراتو اړونده کسانو ظریفه یعقوبي او د هغې همکاران ونیول او له ځان سره یې بوتلل.

د اغلې یعقوبي د همکارانو لخوا بي بي سي ته په استول شوې ویډیو کې لېدل کېږي چې ظریفه یعقوبي د غونډې پرېکړه لیک کې د طالبانو پر ځينو کړنو نیوکه کوي چې ګواکې ښځو باندې يې محدودیتونه لګولي، د عصري زدکړو مخه نیسي او دیني مضمونونه یې په نصاب کې ډېر کړي او ګواکې په واکمنۍ کې يې یو خاص قوم د بریدونو هدف ګرځول شوی.

همدا راز نوموړې پر نړيوالو غږ کوي تر هغه چې طالبان دغه محدودیتونه لرې او ښځو ته د کار او ازاد ژوند اجازه ورنه کړي، په رسميت دې يې نه پېژني او نه دې هم تعامل ورسره کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي د یادې میرمنې نیول دوی پورې اړه نه لري. موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د استخباراتو غبرګون هم ولرو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

له هغه راهیسې چې طالبان د تېر ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل پر ښځو یې بېلا بېل محدودیتونه وضعه کړل چې په کور دننه او بهر له پراخ مخالفت او غبرګونونو سره مخامخ شول.

له هماغه راهیسې یې په مخالفت کې اعتراضونه او لاریونونه هم شوي او ترې غوښتل شوي چې پر ښځو لګولي محدودیتونه لرې او د کار او زدکړو اجازه ورکړي.

ډېر ځله دغه اعتراضونه او لاریونونه د طالب چارواکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوي او په هوايي ډزو اعتراض کوونکي تیت و پرک شوي دي. طالبان وايي، ښځو ته یې اسلامي قانون سره سم ټول حقونه ورکړي دي.