کابل کې د هندي دیپلوماتانو ډېرېدل؛ طالبان وايي د دیپلوماتانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي

هند سفارت

د عکس سرچینه، indian embassy kabul

د عکس تشریح، په کابل کې د هند له سفارته تېر کال اګست کې دیپلوماتان لاړل - ارشیف تصویر

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي کابل کې د هندي دیپلوماتانو د ډېرولو هرکلی کوي او د امنیت او ډیپلوماتانو د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی.

دغه وزارت ویلي، هند به د دیپلوماتیک ماموریت په ډېرولو خپلې نیمګړې پروژې بشپړې او پر نورو مهمو پروژو به کار پیل کړي.

د هندي رسنیو د ريپوټونو له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر ویلي چې له سفیر پرته د هندي دیپلوماتانو یوه ډله په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته تللې ده.

د تېر کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري دولت له نړېدو سره د نورو دیپلوماتانو تر څنګ هندي دیپلوماتان هم له افغانستانه ووتل، خو اوس د هند این ډي ټي وي خبري شبکې د ښاغلي شنکر له قوله ویلي چې د هندي دیپلوماتانو یوه ډله ''له افغانستان سره تاریخي اړیکو ته په کتو د ولسي اړیکو د دوام په خاطر '' استول شوې ده.

په رپوټ کې راغلي، ښاغلي شنکر د هند په بنګلورو ښار کې خبریالانو ته په دې هکله وویل: ''موږ پتېيلې چې دیپلوماتان به بېرته سفارت ته لېږو، خو سفیر به نه ځي. موږ به ځان ډاډمنوو چې دوی به بشري او طبي مرستو، واکسین او پرمختیايي پروژو په چارو کې همکاري وکړي. ''

د هند بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې جون میاشت کې ویلي وو، پلازمېنه کابل کې يې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله استولې ده چې هلته "بشري مرستې" همغږې او وڅاري.

د هند بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو، تخنیکي ټیم یې کابل کې خپل سفارت ته استولی، خو په افغانستان کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د هند د دې ګام هرکلی کړی و او د هندي ''دیپلوماتانو '' یادونه یې کړې وه، چې افغانستان ته رسېدلي دي.

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او نه هم رسمي اړیکي ورسره لري. خو اوس باور دا دی چې هند ورو ورو غواړي په کابل کې د طالبانو له حکومت سره اړيکي ښه کړي او د همدې کار لپاره یې له تېر جون راهیسې دریېم پلاوی افغانستان ته استولی.

متقي او د هند استازی

د عکس سرچینه، MOFA

د عکس تشریح، څه موده وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي سکرتر "جي پي سنګ" د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتلي وو.

هند یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان په بیارغولو کې یې سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي. د دې ترڅنګ یې په تېرو شلو کلونو کې څه باندې ۱۰ زره تحصيلي بورسونه هم افغان محصلانو ته ورکړي دي.

د تېر جهموریت پرمهال د کابل او ډیلي ترمنځ اړیکي ډېر ښه وو خو پاکستان له دغو اړیکو خوښ نه و. اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، ډیلی اندېښمن دی چې افغانستان کې یې کړې پانګونه بې‌ځایه نه شي.

هند له تېر نومبر راهیسې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره د دغو هېوادونو له لارې افغانستان ته د خوراکي توکو او دارو - درملو پر استولو خبرې کړې.

په دې لړ کې تر اوسه د هند له لوري افغانستان ته نژدې ۲۰ زره ټنه غنم او نژدې ۱۳ ټنه درمل د مرستې په توګه رسېدلي دي او د چارواکو په وینا د مرستو دا لړۍ روانه ده.

له افغانستان سره په هندي مرستو کې د ژمنیو کالیو او کووېډ نولس ضد واکسینو مرسته هم ده. د یادولو ده، چې په افغانستان کې د هند خوراکي توکو او نورو اړینو توکو مرستې د ملګرو ملتونو، خوراک او روغتیا نړیوال سازمانونو له لارې وېشل کېږي.