چین: نور هېوادونه دې هم له طالبانو سره تعامل وکړي

  • سپین تڼی
  • بي بي سي لندن
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې اداره پیاوړې کېږي، خو ننګونې لا هم پر ځای دي.

د عکس سرچینه، Abdulqahar balkhi/twitter

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې اداره پیاوړې کېږي، خو ننګونې لا هم پر ځای دي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیاویانګ له نورو هیوادونو غوښتي، چې د طالبانو له حکومت سره تعامل ته ورګډ شي. ښاغلي یو وویل هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې دښځو پر حقونو او نجونو پر زده کړو ټينګار کوي باید پوه شي ،چې دغو موخو ته رسېدل له اقتصادي بیارغونې پرته ناشوني دي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی چې دغو موخوته د رسېدو لپاره باید له طالبانو سره د دوی د چلند له مخې سلا او مرسته وشي. ښاغلي یو ځينې هېوادونه تورن کړي، چې په خبره یې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه دوه ګونی چلند کوي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې اداره پیاوړې کېږي، خو ننګونې لا هم پر ځای دي. د نوموړي دا وینا چې په کابل کې یې کوله، د چین دولتي ټلویزیون خپروله. ښاغلي یو ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو دود - دستور ته درناوی کوي.

نوموړي زیاته کړه، چین په افغانستان کې د خپل اغېز د ساحې پراختیا په فکر کې نه دی. هغه وویل: ''موږ له دې سرپرست حکومت سره تعامل ساتلی دی. دا حکومت هڅوو او ملاتړ یې کوو، چې ټولګډون جوړښت غښتلی کړی، د حکومتولۍ نرمه او ژوره لاره خپله کړي او له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه عملي کړي. ''

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د خپلو خبرو په دوام کې ادعا وکړه چې هېواد یې له افغانستان سره په تېر یوه کال کې د ۳۵۰ میلیونه یوان یا څه د پاسه ۵۱ میلیونه ډالرو بشري مرسته کړې ده. نوموړي وویل، له افغانانو سره هر ډول مرسته د طالبانو په پام کې له نیولو پرته نه شي عملي کېدای. هغه وویل، په افغانستان کې د بشري او سیاسي حقونو موضوعات له اقتصادي مسائلو نه شي بېلیدای.

نوموړي زیاته کړه: ''په داسې حال کې چې ډېرو خپل پام د ټولګډونه حکومت پر جوړښت، د ښځو پر حقونو او نجونو پر زدکړو ورټول کړی، دا مهمه ده، چې دې مسائلو ته رسېدل له اقتصادي بیا رغاونې سره تړاو لري. دا دواړه له یو بل سره مرسته کوي. ''

ډاکتر یو/ امیرخان متقي

د عکس سرچینه، Dr. Yue Xiaoyong/twitter

ښاغلي یو وویل په دې اړه باید طالبانو ته د هغوی لخوا منلو اصولو په چوکاټ کې سلا ورکړل شي او مرسته ورسره وشي. نوموړي له نورو هېوادونو وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره مرستې چټکې کړي او زیاته یې کړه چې د تاشکند په ناسته کې نژدې ټولو هېوادونو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان اووه میلیارده کنګل شوې پیسې طالبانو ته وسپاري او پر دوی یو اړخیز لګېدلي بندیزونه هم لېرې کړي.

د چین ځانګړي استازي ښاغلي یو په افغانستان کې د ترهګرۍ موضوع ته هم اشاره وکړه او داعش ډله یې یاده کړه، چې د ده په ګومان هر ډول بریدونه کوي. هغه وویل د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ هم د افغانستان له اوسني وضعیته ګټه اخلي او په بهر کې د خپل نفوذ د پراخېدو په لټه کې دی.

نوموړي وویل، د سیمې هېوادونه له طالبانو غواړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې مهم او کوټلي ګامونه واخلي. ښاغلي یو وویل له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ده په خبره د ځینې هېوادونو دوه ګوني ګامونه د نه منلو دي. د دې چینايي چارواکي په وینا هېواد یې چمتو دی، له ټولو هېوادونو سره په ګډه کار وکړي چې په افغانستان کې تلپاتې سولې او بیا رغاونې په برخه کې همېشنۍ مرسته وکړي.