د نجونو تړلي ښوونځي؛ دیني عالمانو او حامد کرزي یي یو ځل بیا د پرانیستو غوښتنه کړې

  • ملایکه احمدزۍ
  • بي بي سي
کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د نجونو او هلکانو لپاره د تعلیم حق د بشر له لومړنیو حقونو څخه ګڼل کېږي

افغانستان کې د دیني عالمانو له منځه دا ځل د ختیځې حوزې سلګونو عالمانو په یوه غږ د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

دوی په کونړ ولایت کې سره غونډه شوي وو او یو شمېر قومي مشرانو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

د ولي والله په نوم یوه ګډون کوونکي د طالبانو حکومت ته په خطاب سره وویل، په هېڅ پلمه دې نجونې له تعلیمه نه بې برخې کوي.

ولي والله وايي:" د فساد د ختمېدو په نوم باندې دې د ټول ملک دغه وګړي له تعلیمه نه ګرځوي. ځکه مونږ زنانه ډاکټرې ته اړتیا لرو."

همدارنګه یوه بل ګډون کوونکي ګل میران د نجونو تعلیم د هغوی اسلامي او انساني حق وګاڼه او وویل: "دا زمونږه حق دی، باید په اسلامي بڼه او اسلامي اوصول پر بنسټ د ښځو ښوونځي خلاص شي چې مونږ د نړیوالو له پړې ووځو. "

افغانستان، نجونو زده کړه
د عکس تشریح،

د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي و چې ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل يې نه يوازې دوى ته، د دوى کورنيو او هم د افغانستان راتلونکي ته خورا بدې پايلې لري

له دې مخکې د بېلابېلو غونډو له لارې د افغانستان یو شمېر نورو دیني عالمانو هم د طالبانو له حکومته غوښتي و چې د ټولو نجونو ښوونځي پرانیزي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کونړ د عالمان غونډه او غوښتنه ستایلې ده او ده هم ورسره غبرګه کړې چې د طالبانو حکومت باید د نجونو ښوونځي پرانیزي.

ښاغلي کرزي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: "د هېواد پرمختګ او ابادي د نجونو او هلکانو په تعلیم پورې تړلې ده او له اسلامی سرپرست حکومت نه غواړي چې پدې اړه د هېواد د علماوو او مشرانو غږ ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي څو په دې توگه د پردیو شوم اهداف ناکام او خپل خلک او هېواد د روښانه راتلونکې خاوندان کړو. "همدارنګه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په ډاګه کړې چې د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي نالوستي دي خو دا هم مني چې افغانان د پرمختګ ښه پوهه لري.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

په کوردننه دیني عالمانو او یو شمېر سیاستمدارانو د طالبانو پرېکړې ته خپل مخالفتونه په ډاګه کړي او د طالبانو له خوا ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودو پرېکړې له کوره بهر په نړیواله کچه پراخ او سخت غبرګونه را پارولي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي و چې ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل يې نه يوازې دوى ته، د دوى کورنيو او هم د افغانستان راتلونکي ته خورا بدې پايلې لري.

دا تېر مارچ طالبانو ويل د نجونو ښوونځي پرانيزي خو د پرانيستو پر ورځ ترې په شا شول، او ويل یې تر بل امره دې نجونې کورونو کې وي.