په شانګهای سازمان کې د سعودي عرب غړیتوب او د افغانستان پر وضعیت د روسیې اندېښنه

شانګهای

د عکس سرچینه، Getty Images

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د شانګهای د همکاریو سازمان د ملي امنیت سلاکاران په خپله اتلسمه غونډه کې راټول شوي چې غړي هېوادونه پر مهمو نړیوالو، سیمه ییزو او خپل منځي مسایلو بحثونه کوي.

دې ناستې ته د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف ویلي، د افغانستان حالت نه یوازې ترينګلی دی بلکه داسې ښکاري چې دا کړکېچ به ډېر وغځېږي.

په دغه غونډه کې افغانستان چې د شانګهای تړون څارونکی غړی هېواد دی، نه دی بلل شوی او بحثونه يې تر ډېره پر امنیتي مسایلو څرخي.

د روسیې دولتي خبري آژانس تاس راپور ورکړی، ښاغلي پاتروشیف په نوي ډيلي کې د شانګهای د همکاريو سازمان غونډې ته په وینا کې ویلي "دا مهمه ده چې د افغانستان حالت له نږدې وڅارل شي ځکه چې ترينګلی دی او دا د طالبانو له واک ته رسېدو د یوه نیم کال په تېرېدو د دوامداره کېدو په حال کې دی."

دغه جګپوړي روسي امنیتي چارواکي ویلي، افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته ستر ګواښونه او خطرونه متوجه کوي چې ترهګري، د ناقانونه وسلو او نشه ‌يي توکو قاچاق، ناقانونه کډوالي او د افراطيت د فکر خپرېدل يې په ځانګړې توګه یاد کړي.

ښاغلي پاتروشیف د افغانستان د اقتصاد د بیا راپورته کېدو لپاره د امریکا او د لویدیځې ټلوالې مسؤلیت مهم بللی خو په ورته مهال يې دا خبرداری هم ورکړی چې سیمې ته د امریکا او ناټو د پوځي حضور بیا ستنېدل نه زغمل کېږي.

شانګهای

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف ویلي، د افغانستان حالت نه یوازې ترينګلی دی بلکه داسې ښکاري چې دا کړکېچ به ډېر وغځېږي.

د غونډې کوربه، د هند د ملي امنیت سلاکار آجیت دووال بیا په سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه د هېوادونو لپاره مهم لومړیتوب بللی.

کوربه اجیت دووال په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل،‌ د ترهګرۍ هره بڼه او مالي تمویلوونکي يې د امنیت لپاره ستره ننګونه ده.

د نوموړي په ټکو "ترهګري په هره بڼه چې وي او د هغو مالي تمویل د نړیوالې سولې او امنیت لپاره له سترو ګواښونو دي. د ترهګرۍ هره بڼه، چې انګېزه يې هرڅه وي، د توجیه وړ نه ده. له همدې امله دا مهمه ده چې ټول هېوادونه په هغو دندو عمل وکړي چې د ترهګرۍ ضد همکاریو اړوندو پروتوکولونو کې راغلي چې د امنیت شورا هغه پرېکړه لیکونه هم پکې راځي چې د نړیوالو ترهګریزو جوړښتونو په اړه بندیزونه معرفي او عملي کوي."

د شانګهای د غړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو دا غونډه په ډيلي کې د هند په مشرۍ جوړه شوې او د چین او پاکستان استازو پرلیکه او له لیرې ګډون پکې کړی.

د شانګهای لپاره مهم پرمختګ

د شانګهای همکاریو سازمان د روانې غونډې په درشل کې د سعودي عرب کابينې هم همدا نن له دغه سازمان سره د یو ځای کېدو پرېکړه تأیید کړه.

د امریکا او لوېدیځ دغه نږدې متحد هېواد ته د شانګهای سازمان د خبرواترو د همکار هېواد په توګه د غړيتوب هوکړه لیک تصویب کړ.

له شانګهای سازمان سره د یو ځای کېدو د وړاندیز تصویب د امریکا پر امنيتي اندېښنو سربېره له چین سره د ریاض د اړیکو ټینګولو هڅه بلل کېږي.

سعودي به د شانګهای همکارۍ سازمان، د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ډلې غړی شي چې چین او روسیه یې هم نور مهم غړي دي.

دا سازمان دوه لسیزې مخکې د نړیوالو بنسټونو پر وړاندې چې فکر کېږي تر ډېره پرې غربیان تسلط لري‌، د مبارزې په توګه جوړ شو.

د دې میاشتې په پیل کې، چین د سعودي او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا رغولو کې مرسته وکړه او په سیمه کې یې د بېجینګ نفوذ پراخ کړ چې په دودیز ډول د امریکا تر واک لاندې ده.

د شانګهای د همکاریو سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې روسیې، چین، قزاقستان، قیرغزستان، تاجکستان او اوزبېکستان د چین په شانګهای ښار کې کېښود او په ۲۰۱۷ کال هند او پاکستان هم ورګډ شول. افغانستان، بېلاروس، ایران او مونګولیا يې څارونکي‌غړي هېوادونه دي.

شانګهای

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسیه، چین، قزاقستان، قیرغزستان، تاجکستان او اوزبېکستان، چین، هند او پاکستان د شانګهای سازمان دایمي او افغانستان، بېلاروس، ایران او مونګولیا يې څارونکي‌غړي هېوادونه دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دغه غونډه کې ګډون نه لري، که څه هم د افغانستان غړیتوب لا پر ځای دی.

د سعودي عرب په ګډون يې د سیمې نهه نور هېوادونه هم د خبرو اترو د همکارو هېوادونو په توګه غړيتوب لري.

دغه سازمان چې د ځینو په نظر په سیمه کې د امریکا د نفوذ کمولو کې مهم ښکاري، ایران هم ورته تېر کال د بشپړ غړیتوب غوښتنه سپارلې. ایران او سعودي په دې وروستیو کې له اوږده ځنډ وروسته ديپلوماتيکې اړيکې بېرته پیل کړې.

ټاکل شوې په بله غونډه کې د دغه سازمان د دفاع وزیران سره وګوري او په مې میاشت کې به يې هم د بهرنیو چارو وزیران سره راټول شي او عمومي سرمشریزه به يې په جولای میاشت کې جوړه شي.

د قزاقستان د ملي امنیت شورا سلاکار چې په یوه وینا کې يې د راتلونکې غونډې ځای قزاقستان اعلان کړی ویلي چې په دغه غونډه کې تر ډېره پر امنیت او د دغه سازمان په سیمه کې په ثبات خبرې شوې. د هغه له دفتره خپرې شوې اعلاميې کښلي چې په دغه غونډه کې له سایبري جرایمو، ترهګرۍ، افراطپالنې، د ناقانونه وسلو او نشه‌يي توکو پر قاچاق او د افغانستان پر حالت خبرې شوې.