د خوړو نړيوال پروګرام؛ بريتانيا له افغانستان سره نژدې ۲۹ ميليونه ډالر مرسته اعلان کړې

بې ځایه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبليو اېف پي وايي بریتانیا له افغانستان سره نژدې ۲۹ ميليونه ډالره مرسته کړې چې په وينا يې له دې نوې مرستې سره به وکولی شي سږني ژمي کې له نورو ۶۵۰ زره افغانانو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له خوا خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان څانګې د مشر ماري ایلین مک ګروتي له قوله ویل شوي، د دې مرستې په ترلاسه کولو به وکولی شي هغه زرګونه کورنیو ته اړین توکي ورسوي چې ډېر اړمن دي. او هغه هم د ده په وینا په داسې ورځو شپو کې چې لوږه تر بل هر وخته سختېږي.

ډبلیو ایف پي، د منځني ختیځ، سویلي آسیا او ملګرو ملتونو د چارو لپاره د دولت وزیر طارق احمد له قوله لیکلي چې دا مرستې له ډېرو اړمنو او لېرې پرتو سیمو کې میشتو کورنیو سره کېږي.

نوموړي ویلي هېواد یې له افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې مخکښ دی او یوازې روان کې یې ۲۸۵ میلیونه پونډه مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي د دې مرستې په تر لاسه کولو به وکولی شي چې څلور سوه زره هغو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي چې د خوړو لپاره هېڅ نه لري او په هغو سیمو کې به چې بازار ونه لري له ۲۵۰ زره نورو کسانو سره نغدي مرسته وکړي. ډبلیو ایف پي ویلي ټول ټال ۱۶۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي او نهه اعشاریه درې میلیونه ډالره نغده مرسته ویشي.

ډبليو اېف پي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د مرستو دا پروګرام وايي د روان میلادي کال له پیله یې له نږدې ۲۲ میلیونه کسانو سره د توکو او نغدي پیسو مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اعلامیه کې ویل شوي چې د ژمي موسم کې د چمتووالي لپاره او د لارو بندېدو په پام کې نیولو سره یې له وړاندې ۱۵۰ زره مټریک ټنه خوراکي توکي د افغانستان لر او بر کې په خپلو زېرمو کې ځای پر ځای کړي.

له کله چې تېر کال طالبان واک ته رسېدلي افغانستان کې بې وزلي خپل اوج ته رسېدلې او د نفوس له نیمايي زیات وګړي کافي خواړه نه لري.

د بهرنیانو په وتو سره له افغانستان سره مرستې هم ډېرې کمې شوي او سلګونه زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي. د سره صلیب نړیوالې کمیټې یوه تازه بیان کې ویلي افغانستان کې له تېر کال راهېسې ۷۰۰ زره کسانو دندې له لاسه ورکړي. دې بنسټ ویلي د ټول نفوس ۹۰ سلنه په یوه ورځ کې له دوه ډالرو کم عاید لري.