ملاله یوسفزۍ د نړۍ مشرانو ته: د افغان ښځو او نجونو غږونه واورئ

د ویډیو تشریح، لندن کې د افغان ښځو او نجونو په ننګه لاریون وشو

د سولې نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې د نړۍ له حکومتونو او مشرانو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو حالت دې له پامه نه غورځوي.‌

نوموړې دغه څرګندونې په لندن کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره په یوه لاریونو کې کولې. دغه لاریونون کې د ملالې مور و پلار، ځینو افغان مېرمنو او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو فعالانو برخه لرله.‌

اغلې ملالې وویل "د نړۍ مشرانو،‌ تاسې باید غلي‌ پاتې نه شئ،‌ باید ډېر څه وکړئ. تاسې باید افغان نجونو او ښځو غږونه واورئ."

په لندن کې د لاریون ګډونوالو د بریتانیا له حکومته غوښتنه کوله چې د افغان ښځو ملاتړ لپاره دې نړیوال غونډه جوړه کړي.

د بشري حقونو ډلې وايي، ‌پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد د ښځو حقونه په کمساري‌ ډول تر پښو لاندې شوې دي.‌

لاریونه
د عکس تشریح، ملاله په لندن کې یوه لاریون ته وینا کوي

د طالبانو حکومت یوازې له څو ادارو پرته له نورو ټولو دولتي بنسټونو ښځینه کار کوونکې له کارونو منع کړي‌ او دفترونو د تللو اجازه نه ورکوي.‌

اوس څه باندې ۴۳۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي‌ پورته نجونې له ښوونځي‌ را ګرځولي دي.

د طالبانو حکومت‌ د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه له څه ویلو ډډه کوي‌ خو پخوا یې ځینو چارواکو ویل چې د "مناسب چاپیریال" رامنځ ته کولو لپاره کار کوي.‌

بي بي سي پښتو ته ویل شوي چې د نجونو ښوونځیو د تړلو پر سر د ځینو طالب مشرانو ترمنځ اختلافونه هم شته. د طالبانو ځینې مشران د ښوونځیو تړل مناسبه پرېکړه نه بولي خو ډېری یې په ښکاره مخالفت نه شي کولای.

اوس چې له شپږم پورته د نجونو بشپړ ښوونیز کال ضایع شوی،‌ داسې نښې نه لېدل کېږي چې د طالبانو حکومت د ښوونځیو پرانیستو په اړه د پام وړ ګامونه اخیستي‌ وي.

د ویډیو تشریح، ستانکزی: د نجونو ښوونځي پرانیزئ

ملاله یوسفزۍ وايي "افغانستان د نړۍ پر مخ یوازینی هېواد دی چې له شپږم پورته نجونې یې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي."

سږ کال په کانکور ازموینه کې د نجونو شمېر د پخوا پرتله په کمساري‌ ډول لږ و او دلیل یې دا و چې په ګڼو سیمو کې له دولسم ټولګي‌ نجونې نه وې فارغې شوې.

اوس وېره دا ده چې که د طالبانو حکومت له شپږم پورته ښوونځي‌ همداسې تړلي‌ پرېږدي،‌ ښايي‌ راتلونکو کلونو کې په کانکور ازموینه کې د نجونو شمېر لا نور کم شي.‌