ملګري ملتونه وایي افغانستان کې د ښځو روان محرومیت په اوسنۍ نړۍ کې استثنايي دی

د ښځو حقونه
د عکس تشریح، کمیسار فولکر تورک ویلي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې ''اوسمهال په سیستماتیک ډول نژدې د ژوند له ټولو برخو شړل شوې دي.''

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو کمیسار وايي، طالبانو په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې د ژوند له ټولو اړخونو شړلې دي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمیسار فولکر تورک ویلي، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې ''اوسمهال په سیستماتیک ډول نژدې د ژوند له ټولو برخو شړل شوې دي

ښاغلي ترک، چې په سویس کې یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، د دغې موضوع په یادولو سره وویل چې په افغانستان کې د ښځو روان محرومیت په اوسنۍ نړۍ کې استثنايي دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ښځو او نارینه وو ته د اخلاقي جرمونو په تور په علني توګه سزاګانې په پام کې نیولې، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې د طالبانو له امرونو سرغړونه کوي.

طالبانو د ښاغلي ترک څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو مخکې د طالبانو د امر باالمعروف وزارت چارواکو ویلي وو، زیاتره وخت ښځې د دوی له لوري ورکړل شوې لارښوونې نه عملي کوي.

دا یې هم ویلي چې دوی کومې خپلې شخصي غوښتنې نه دي پرې تپلې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) هم وړاندې تر دې له طالبانو غوښتي وو چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د باثباته او تلپاتې سولې راتلو د هڅو یوې حیاتي برخې په توګه سم لاسي ګامونه پورته کړي.

یوناما د افغانستان له واکمنو چارواکو غوښتنه کړې وه چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ښځو ډېری بنسټیز حقونه محدود شوي یا لغوه شوي او باید د ښځو د ځپلو کار پای ته ورسېږي..''