ملګري ملتونه؛ افغانستان د هغو هېوادونو نوملړ کې دی چې ډېر وګړي یې کډوال دي

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا د دغو کډوالو له ډلې څه باندې ۳۴۰۰ ېې په زوره ایستل شوي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ س‍ي آر) وايي، افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی، چې ډېر وګړي یې ګډوال شوي دي.

د یو اېن اېچ سي آر په یوه رپوټ کې د ۲۰۲۲ کال لومړیو شپږو میاشتو د اجباري بې ځایه شویو وضعیت ارزولی شوی.

په دغه رپوټ کې راغلي: "د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې تر پایه د نړۍ په کچه ۱۰۳ میلیونه خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل شوي دي."

زور زیاتی، جګړه، تاوتریخوالی، او له بشري حقونو سرغړونه هغه عوامل یاد شوي چې ګڼ کسان یې کډوال کړي دي.

افغانستان پکې یو له هغو هېوادونو یاد شوی، چې زیات شمېر خلک یې اړ شوي نورو هېوادونو ته کډوال شي.

د دغه رپوټ له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې ټوله نړۍ کې په هرو ۷۷ کسانو کې ۱ کس په جبري ډول بې ځایه شوی، چې دا شمېر د یوې لسیزې پخوا پرتله دوه برابره زیات دی.

۲۰۲۱ کال کې دغه شمېر په ۱۶۷ کسانو کې ۱ کس یاد شوی و.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

یو اېن اېچ سي آر اندېښنه څرګنده کړې چې د بې ځایه شویو خلکو دا شمېر به نور هم لوړ شي.

دغه سازمان همدا راز د شخړو او جګړې پر هوارۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې"د مخنیوي لپاره یې پیاوړې سیاسي هڅې بېړنۍ اړتیا ده."

د یو اېن اېچ سي آر له لوري په خپور شوي رپوټ کې د کډوالو او پناه غوښتونکو کوربه هېوادونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې، د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې ترکیه د ۳،۷ میلیونه کډوالو کوربه و چې په نړۍ تر ټولو زیات شمېر و.

داسې حال کې چې کولمبیا بیا د ۲،۵ میلیونه کډوالو په کوربتوب دویم او جرمني د ۲،۲ میلیونه کډوالو کوربه هېواد په توګه د نړۍ درېيم هېواد په ګوته شوی.

او ورپسې پاکستان دی چې د ۱،۵ میلیونه کډوالو کوربتوب کوي.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته یو ځل بیا ګڼې کورنۍ په ځانګړي ډول لوستي او با تجربه کسان له هېواده ووتل چې ډېر یې لوېدیځ هېوادونو او امریکا ته پناه وړې.

ملګرو ملتونو په دې اړه په یوه تازه راپور کې ویلي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې نژدې ۷۲۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

یو اېن اېف پي اې پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له جنورۍ تر تېر اکتوبر میاشتې له ایرانه تر ۶۶۱ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ګرځېدلي دي. خو روښانه نه ده چې دغه کسان په خپله خوښه ستانه شوي او که په زور ګرځول شوي دي.

همدا راز یې په دغو نهو میاشتو کې له پاکستان افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر ۶۶ زره او درې سوه ښودلی دی.

د افغانستان سره پر پوله دې دوه هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر نژدې شپږو ميلیونو ته رسېږي. او په دې دواړو هېوادونو تور دی چې له کډوالو سیاسي استفاده کوي.

د بښنې نړيوال سازمان په یوه تازه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال له توپيري چلن سره مخ دي.