هرات کې مدني فعالانو له طالبانو د زدکړې او کار برخه کې پر نجونو او ښځو د لګول شويو محدوديتونو د لرې کولو غوښتنه کړې

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هرات ارشيف

د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو مدني فعالانو هرات کې غونډه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د زدکړې او کار برخه کې پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

دوی وايي غواړي نړیواله ټولنه یې غږ واوري او د دوی غوښتنې ومنل شي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې شاوخوا دوه سوه تنه ښځینه او نارینه فعالان د یوې مشورتي غونډې په اډانه کې را ټول شوي وو، خپلې غوښتنې او اندېښنې د طالبانو د حکومت مخې ته کېښودې.

د یوه ځايي مدني بنسټ مرستیال عبد الرحیم خُرم له ځايي رسنیو سره خبرو کې ویلي په دې غونډه کې د ګډون له لارې غواړي د افغانستان له ګوټ ګوټ نه د خلکو غوښتنې د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.

دی وايي د دې یو ورځنۍ غونډې هدف دا و چې له کوم تصرف پرته د مدني ټولنې د استازو نظرونه راټول او له اړونده مراجعو سره یې شریک کړي.

يوه مېرمن چې د فراه له ولایته دې غونډې ته راغلې وه، له رسنیو سره خبرو کې ویلي، "د افغان مېرمنو غوښتنې مشترکې دي، دوی حق غواړي، عدالت غواړي او غوښتنه کوي چې ژوند یې هوسا له تاوتریخوالي خالي وي."

د غونډې ګډونوالو ټینګار درلود چې افغان ميرمنو او نجونو ته دې د کار او زدکړې حق ورکړل شي او په ټوله کې پر دوی لګول شوي محدودیتونه دې لرې کړل شي.

له یوه نسبتا اوږد ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د ښځو په ګډون هرات کې د مدني فعالانو په دې کچه غونډه جوړيږي.

دې غونډې ته هرات کې د طالبانو له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نعیم الحق حقاني هم ورغلی و.

نوموړي رسنیو ته ویلي د داسې غونډو ملاتړ کوي او د ملي دیالوګ د پیاوړي کولو لپاره چې اوس یوه اړتیا ده، مهم يې بولي.

لندن کې د پارلمان مخې ته د مېرمنو احتجاج

د بریتانيا پارلمان

له بلې خوا لندن کې د ښځو د حقونو لپاره افغانو مېرمنو فعالانو د بریتانیا پارلمان مخې مظاهره وکړه. دوی د افغان مېرمنو د زدکړې ، ازادي او د دوی د حقونو په اړه شعارونه ورکول.

دغو مېرمنو غوښتنه کوله چې د افغان ښځو ملاتړ دې وشي.

دوی غوښتنه کوله چې اسلامي هېوادونه دې قانع کړل شي چې د افغان مېرمنو د حقونو ، زدکړې او ازادۍ لپاره غږ پورته کړي.

یاده دې چې د طالبانو په راتګ سره له څو ګوتو په شمېر ولایتونو پرته نور په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي او له ځینو ادارو پرته نورو دولتي ادارو کې د کار مخه یې هم نیول شوې ده.

خو طالبانو وایي د نجونو د زدکړې او د ښځو د کار سره مخالفت نه لري او وايي د دې لپاره مناسب شرایط رامنځته کول غواړي.