د ماشومانو خوندیتوب اداره طالبانو ته: د ښځو پر کار بندیز ژر تر ژره پای ته ورسوئ، ډېر کوچنیان کار کولو ته اړ شوي

افغان ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د ماشومانو د خوندیتابه نړیوالې ټولنې یا سېف د چېلډرن خبرداری ورکړی چې په مرستندویه موسسو او نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله به افغانستان کې ډېر شمېر ماشومان کار کولو ته اړ شي.

دې ټولنې نن شنبه په خپل تازه رپوټ کې ویلي، "دا بندیز به ډېر ماشومان مجبور کړي چې بېرته د سړک پر سر، کارخونو او یا د خلکو په کورونو کې کارونه وکړي، ځکه چې پر دوی هغه خدمتونو او مرستې اوس د طالبانو د بندیز له کبله درېدلې دي چې پخوا ور رسېدلې."

په رپوټ کې همدا راز راغلي، دغه بندیز داسې مهال لګول شوی چې افغانان له خورا بد اقتصادي کړکېچ او د خوړو له کمښت سره مخ دي او "۲۸ میلیونه ماشومان او لویان بشري مرستو ته اړتیا لری."

سېف د چېلډرن همدا راز ویلي،‌ له همدې کبله مېندې او پلرونه له ناچارۍ په زیاتېدونکې توګه خپل ماشومان د خپلې کورنۍ د خېټې مړولو لپاره کله ډېرو خطرناکو ځایونو ته په کار کولو پسې لېږي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای

په رپوټ کې راغلي، "تازه موندنې ښيي‌، په ۲۰۲۲ کې ۲۹ سلنه هغو کورنیو چې سرپرستانې یې ښځې دي، لږ تر لږه خپل یو ماشوم کار ته لېږلی دی، چې دا شمېر د ۲۰۲۱ پرتله ۱۹سلنه ډېر شوی"

"اړمنې کورنۍ زړه نه ښه کوي چې ښځې یې نارینه کارکوونکي سره مخ شي"

سېف د چېلډرن د طالبانو د بندیز له کبله وار دمخه په دغه هېواد کې خپلې چارې درولې دي او په نننۍ خبرپاڼه کې یې هم ویلي، کارونه یې ځکه ځنډولي چې "خلکو ته په ګټوره او خوندي توګه د خدمتونو رسولو لپاره ښځينه کارکوونکې اړینې دي."

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې نړیوالې ټولنې په وینا، "د کارکوونکو پنځوس سلنه یې ښځې دي او د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې ورته سخته ده چې له دوی پرته خپلې بشري مرستې تر خلکو ورسوي." 

 ځکه چې په خبره یې، "په دغه هېواد کې ډېرۍ اړمنې کورنۍ زړه نه ښه کوي چې ښځې یې له نارینه کارکوونکو سره مخ شي."

د ماشومانو د خوندیتابه نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې دا بندیز پای ته ورسوي. 

په رپوټ کې یې راغلي، "سېف د چېلډرن له نورو نړیوالو انجوګانو سره په ګډه په افغانستان کې د طالبانو پر چارسمبالي حکومت غږ کوي چې ژر تر ژره دا بندیز لرې کړي او د دوی ښځینه کارکوونکې  پرېږدي چې پرته له کوم خنډ نه په خوندي ډول کار وکړای شي."

د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په ټولو نا دولتي موسسو کې پر ښځينه کارکوونکو بندیز ولګاوه او له هماغه راهیسې ګڼو انجوګانو په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولې دي. 

دغه بندیز ته په غبرګون کې پرون د ژغورنې نړیوالې کمېټې آی.آر.سي هم د خپلو بشرپالو چوپړونو د ځنډولو خبر ورکړ. 

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خبرپاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په نادولتي او مرستندویه موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړې له امله دوی د هغو خلکو لاس نیوی نه شي کولی چې وار د مخه جګړو او اقتصادي ستونزو ځپلي دي.